د یمن حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عرب په مشرۍ د اتحادي ځواکونو بمبارۍ روانې دي. بل لوري ته بېلا بېل اسلامي هېوادونه هڅې کوي چې دا شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي. د چارو پوهان د یمن اوسنۍ شخړه د ریاض او تهران تر منځ یوه نیابتي جګړه بولي. دا چې اخر ولې سعودي عرب او ملګرو یې د یمن پر ضد جنګي اقدام وکړ او په دې لړ کې خپله پاکستان له سعودي عرب سره په پوځي مرستو کې له کومو ستونزو سره مخامخ دی، په اړه یې عبدالحی کاکړ مالومات راکوي.
اسفندیار خان وايي، پروېزمشرف راته د خپلې واکمنۍ پر مهال ویلي ول، که چېرې هغه د افغانستان ولسشمر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه ولاړې شي.
د امريکا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې که ايران خپلې ژمنې پرځای کړي، پر دې هېواد لګېدلي نړېوال بنديزونه به ليری کړای شي.
کبیر افغان وايي، چې د سږ کال په کمپېن کې یې د بلوچستان بېلابېلو پښتني ضلعو کې په سلګونه ماشومان سکولونو ته داخله کړیدي.
کله چې د قبايلي سيمو متاثرينو باندې سخته راغلې وه نو پنجاب او سيند پرې خپلې دروازې بندې کړې وى او اوس دوي د پنجاب د وزير اعلي سره د خپلو مسلو د حل لپاره ملاقاتونه کوي
سختدریځی بنسټ پال جلال الدین حقاني، له څلورو لسیزو راهیسې د پاکستاناستخباراتي ادارې یا (ای اېس ای) یو اصلي، مهم متحد او ملګری دی.
د شمالي وزيرستان يو بل قبايلي مشر ملک نثار علي خان بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې د نافذ قانون ايف سي آر له مخې تر څو چې په وزيرستان کې پوځ موجود وي تر هغو د امنيت ټينګ ساتلو زمه واري پر خلکو نه بلکې په پوځ راځي.
د حکومت په دې فيصله د ولس وينا ده چې حکومت لږه موده وړاندې د تيلو په نرخونو کې کمی کړی و بايد چې دغه نرخونه یې پرځای ساتلي وی.
له خېرالله سره له خبرو کولو وروسته څنګ ته دوکان ته ورغلو چرته چې یو ماشوم ناست وو او نږدې وو چې په ژړا وو. له سهاره ورک او په دغه دوکان کې ناست وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته