د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن کړکېچ: پاکستانی پلاوی عربستان ته ولاړ


د مينځني ختيځ په صورتحال تېر ماښام د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې يوه غونډه وشوه چې پکې له وفاقي وزيرانو پرته پوځي مشرانو هم ګډون وکړ.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې شوي غونډه کې د يو اعلا کچې ډله سعودي عرب ته د ليګلو فيصله شوې ده بلخوا د دفاع وزير خواجه آصف وويلې دي چې حکومت تردې دمه نه خو سعودي عرب ته پوځ ليګلو فيصله کړيده او نه سعودي عرب د پاکستان نه د پوځ غوښتنه کړيده،

د مينځني ختيځ په صورتحال تير ماښام د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې يوه غونډه وشوه چې پکې د وفاقي وزيرانو نه علاوه پوځي مشرانو هم ګډون وکړو،

په غونډه کې فيصله وکړې شوه چې پاکستان به د يادې سيمې په صورتحال قابو موندو لپاره بامقصده کردار لوبوي او دې لړ کې به وزيراعظم نواز شريف د رونړو ملکونو مشرولۍ سره رابطې کوي،

له غونډې ورستو مطبوعاتو ته په خبرو کې د دفاع وزير خواجه آصف د هغه خبرونو ترديد وکړو چې ګنې پاکستان خپل پوځ سعودي عرب ته ليږي

د نوموړي وينا وه چې سعودي عرب ته د پوځ ليږلو نه وړاندې به سياسي او پوځي مشرولي سره سره پارلمان په اعتماد کې اخلو

خواجه آصف زياته کړه چې تر دې دمه د سعودي عرب خاورې ته څه خطر نشته او دا فيصله کړې شويده که د سعودي عرب جغرافيائي خود مختارۍ ته څه خطر رامخې ته شو نو زموږ وسائل حاضر دي او دفاع به ضرور کوؤ،

د يادونې ده چې غير ملکي خبري اژانس رائټر دعوه کړي وه چې پاکستان خپل پوځ سعودي عرب ته د ليږلو فيصله کړيده،

دې ترڅنګه د پاکستان سرکاري ريډيو د خارجه دفتر ترجمانې تسنيم اسلم لخوا وايي چې حکومت په يمن کې ګير پاکستانيانو سره په رابطه کې دي او دوي واپسۍ لپاره يي د يمن عدن ښار ته دوه بحري جهازونه لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG