د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پارليماني غړيو د پنجاب له وزير اعلا سره وليدل


کله چې د قبايلي سيمو متاثرينو باندې سخته راغلې وه نو پنجاب او سيند پرې خپلې دروازې بندې کړې وى او اوس دوي د پنجاب د وزير اعلي سره د خپلو مسلو د حل لپاره ملاقاتونه کوي

د قبايلي سيمو د قامي اسمبلۍغړيو او نوو ټاکل شوو سينيټرانو د پنجاب وزير اعلي شهبازشريف سره ملاقات کې غوښتنه کړيده چې د شمالي وزيرستان د بې کوره شوو خلکو ستنېدل او هلته د بيا ودانۍ سره سره دې د خيبر اېجنسۍ متاثرينو لپاره هم امدادي پېکېج اعلان کړي.

اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍد غړي حاجې شاه جي ګل په مشرۍ کې د فاټا نه د قامي اسمبلۍغړيو او نوو ټاکل شوو سينيټرانو د پنجاب د وزير اعلي سره ملاقات وکړو چې پکې د شمالي وزيرستان د متاثرينو په ستنېدو او هلته د هغوی په بيا ابادکارۍ خبرې اترې وکړې او ورته یې وويل چې د قبايلي سيمو خلکو د وطن بقا لپاره قربانیانې ورکړې دي بايد د هغوی مسلو هوارو ته خصوصي پاملرنه ورکړل شي.

له مشال راډيو سره خبرو کې حاجي شاه جي ګل وويل چې دې ملاقات کې دوي د شهباز شريف سره د فاټا په ترقياتي کارونو هم خبرې وکړې او دا چې لکه د شمالي وزيرستان د متاثرينو دې ورته خصوصي امدادې پيکج ورکړل شي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

«موږ حکومت ته وويل چې کوم د باړې متاثرين دي دوي ته دې هم امدادي پيکيج ورکړي نو هغوي موږ سره لوظ وکړو چې لکه څنګه یې د شمالي وزيرستان متاثرينو ته امدادي پيکج ورکړی دی داسې به د خيبر اېجنسۍ متاثرينو لپاره هم اعلان کړي او ډېر زر به وزير اعظم نوازشريف په دې لړ کې د پيښور دوره وکړي»

کله چې مشال راډيو د دې غوښتنو او ملاقات په اړه د قبايلي چارو د تجزيه کار محب وزير نه وپوښتل نو هغه وويل کله چې د قبايلي سيمو متاثرينو باندې سخته راغلې وه نو پنجاب او سيند پرې خپلې دروازې بندې کړې وى او اوس دوي د پنجاب د وزير اعلي سره د خپلو مسلو د حل لپاره ملاقاتونه کوي خو که وکتل شي نو د قبايلي سيمو واک د پاکستان د صدر او د خيبرپښتونخوا د ګورنر سره دى بايد چې دوي دا مسلې له وفاق سره راپورته کړې وي.

محب وزير زياته کړه:

«اوس که دا ملاقات د اغېزمنو مسلو هوارولو لپاره وي او که د دوی لپاره د امدادي پيکج لپاره وي او دا خلک د پنجاب له وزير اعلا د مرستو اخستو لپاره درخواستونه کړي وي نو په دې خلکو يواځې افسوس کيدی شي چې دوی ته دا هم نه ده مالومه چې له چا مرسته او کمک وغواړي يا موږ د پارليمان دروازه وټکوو يا وزير اعظم ته ورشو. ګوره دا د وفاق مسلې دي او وفاق به یې حلوي خو يوه خبره د دې ملاقاتونو نه څرګنده شوه چې په حقيقت کې په دې وطن کې د پنجاب حکمراني ده او د فاټا د پارليمان غړي په دې مجبوره شوي دي چې ترڅو مو د پنجاب باچا نه وي راضي کړی تر هغو وفاق هم د دوی مرستې نشي کولی»

مشال راډيو چې کله دحاجي شاه جي ګل په وړاندې دا پوښتنه کيښوه چې تاسو د وفاق سره ولې د قبايلي سيمو مسلې نه راپورته کوئ نو هغه وويل:

«وجه دا وه چې وزيراعظم د يمن په مسله کې بوخت دى او موږ ورته ويلي وو چې موږ سره ملاقات وکړه نو وزير اعظم وويل چې د ده د رور شهبازشريف سره ملاقات وکړئ چې ستاسو څه هم مسله وي نو هغه ته ئ ووائي زه به ئ درته حل کړم»

د ذکر ده چې دا ملاقات په داسې وخت کې وکړل شو چې د تېرې مياشتي د يودېرشمې نيټې د شمالي وزيرستان د متاثرينو واپـسي پيل شوې ده او تر دې دمه پکې يو شمير کورنۍ خپلو علاقو ته ستنې شوی دی.

XS
SM
MD
LG