د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د جمیعت علمای اسلام (ف ډلې) پر مشر مولانا فضل الرحمان ځانمرګی بريد وشو چې نوموړی روغ رمټ ترې ووت خو د ځانمرګي په ګډون دوه کسان ووژل شول او تر ۲۰ زيات ژوبل شول.
پر مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم دوه ځله ځانمرګې بريدونه شوي دي. په همدې اړه احمد شاه اعظمي د ياد ګوند له وياند جان محمد اڅګزي سره خبرې کړي او په لومړي سر کې ورڅخه پوښتلي چې پر مولانا فضل الرحمان باندې د دا ډول بريدونو لامل څه دی؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.