په بلوچستان کې د چارشنبې پر ورځ د وسله والو د دړکو له کبله ورځپاڼې نه دي خپرې شوې.
د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې هرنايي په ښاهرګه سیمه کې د سکرو یا کویلې یو کان نړېدلی دی چې له امله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
نن د دوشنبې په سهار په کوټه کې ناڅرګندو وسلهوالو پر يوه موټر ډزې کړي چې پهکې سپاره پينځه تنهيې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د بلوچستان د روغتیا سیکرټر عصمت الله کاکړ په ټراما سنټر کې په بیړنۍ توګه ټولډاکټران ور غوښتي چې په عاجله توګه د ټپیانو درملنه وکړي.
د بلوچستان په جل مګسی کې د زيارت په ماښام په چادونه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوی او تر ۳۵ زيات ژوبل شوی دی.
د بلوچستان حکومت وايي ، تر اوسه یې په صوبه کې څه باندې زر پرایمري سکولونه جوړ کړي دي.
لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی وایي ، پښتانه باید په دې ځان خبر کړي چې د دې ورځې ارزښت څه دی په دې کې کومې خبرې شاملې دي.
تیره ورځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولی ده.
په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنی کیمپېن پیل شو. روغتیايي کارکوونکي به د دوشنبې یا ګل له ورځې څخه په پیل شوي دې کیمپېن کې شاوخوا ۲۴ لاکه ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د یکشنبې په ماښام د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې د افغانستان څلور وګړي وژل شوي او دوه ژوبل دي.
په کوټه کې سوداګرانو او سیاسي و مذهبي مشرانو ګواښ کړی دی چې که د اهل حدیث جماعت یو مشر مولانا علي محمد تراب خوشې نه شو نو دوی به د نهې له ورځې د کوټې ټول کاروبارونه وتړي. دوی په خبري غونډه کې وویل، تراب د جمعې پر ورځ تښتول شوی او تر اوسه یې پته نه ده لګېدلې. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته