دا خبره د تعلیم صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.
هغه وویل ، د دې تر څنګ یې څلور سوه شپېته ( ۴۶۰) سکولونه له پرایمري څخه میډل کړي او دوه سوه شپاړس سکولونو ته یې له میډل څخه د های سکول درجه ورکړې ده.
خو د عبدالرحیم زیارتوال په وینا ، د اوبو د مسلې له کبله یې په تعلیمي بجټ کې کمی راوستی دی.
د بلوچستان اوسني حکومت په ۲۰۱۳م کال کې له واک ترلاسه کولو وروسته د تعلیم لپاره څلرویشت (۲۴) فیصده بجټ یښی وو چې اوس د دوی په وینا تر ۱۵ فیصده هم را ټیټ شوی دی.