چارواکي وايي د افغان پولې سره نزدې دغه برید کې یو تن وژل شوی او دولس نور ژوبل شوي دي.
د ځاي پولیسو مشر عبدالحي بلوڅ رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې دیارلس کسان ژوبل شوي وو چې وروسته یو دولس کلن ماشوم د چمن په سیول روغتون کې ساه ورکړه.
د نوموړي په وینا د دې برید هدف د نیمه پوځي ځواک ګاډی وو خو د هغې له تیریدو وروسته دې چاودنې عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د دې برید ذمه واري منلی ده.