د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: مستونګ کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي


د بلوچستان د روغتیا سیکرټر عصمت الله کاکړ په ټراما سنټر کې په بیړنۍ توګه ټولډاکټران ور غوښتي چې په عاجله توګه د ټپیانو درملنه وکړي.

د بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه مستونګ کې یو ټرېفیکي پېښې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې د کوټې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ پوهنتون د کارکوونکو یو بس د پیرغیب په نامه سېلاني سیمې ته روان وو چې پر لاره له یو مسافر وړونکي وېګن سره ټکر شوی دی.

چار واکي وايي چې په دې پېښه کې د لږ تر لږه ۱۴ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۲۷ تنه نور ټپي شوي هم دي.

په کوټه کې د خیریه ادارې ایدهي ټرټسټ مشر علي احمد مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوو تو ټپي شوو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

علي احمد وویل چې ټپي شوي ټول کسان په سم دستي توګه د کوټې لوي روغتون ته رسول شوي دي.

د بلوچستان د روغتیا سیکرټر عصمت الله کاکړ په ټراما سنټر کې په بیړنۍ توګه ټولډاکټران ور غوښتي چې په عاجله توګه د ټپیانو درملنه وکړي.

په بلوچستان کې وخت ناوخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې له امله یې تر دې وړاندې هم په لوی شمېر خلک وژل شوي او ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG