د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنايي کې د کویلي کان نړیدو لږ تر لږه ۷ تنه وژلي


د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې هرنايي په ښاهرګه سیمه کې د سکرو یا کویلې یو کان نړېدلی دی چې له امله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د هرنايي اسسټنټ کمشنر حبیب نصیر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، چې دا پېښه د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې ده او دوی له هغه وخته راهسې هڅه کوي چې تر ملبه لاندې شوي کسان را وباسي.

حبیب نصیر وویل ، تر اوسه یې د اوو کسانو مړي را اېستلي دي او دوه نور کسان لا هم هلته بند دي.

نوموړي وویل چې په دې پېښه کې یو بل تن برسېرن ټپی شوی وو.

د هرنايي یو ځايي خبریال عبدالمالک د وژل شوو کسانو د پژندګلوی په اړه مشال راډیو ته وویل چې دا کسان د خیبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکي دي.

هرنايي هغه سیمه ده چې د کویلې زېرمې پکې ډېرې دي خو د ځايي خلکو په وینا ، هلته د کارکوونکو لپاره حفاظتي انتظامات د نه برابر دي.

د بلوچستان له هرنايي ، دوکۍ او یو شمېر نورو سیمو څخه هره ورځ په زرګونه ټنه کویله اېستل کېږي چې زیاتره یې پنجاب ته ځي.

په دې سیمو کې تر دې وړاندې هم د کانونو د نړېدو په پېښو کې په لوی شمېر کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG