د پېښې ځاى ته نږدې د «ګوال منډیي» د پوليسو تاڼې يوه پوليس رسنيو ته وويل چې دا پېښه د کاسي سړک په «الاډينه» نومې کوڅه کې وشوه او وايي چې يو موټر چې هر سهار سبزي پلورونکي منډیي ته وړي، په دې کوڅه کې روان و چې ناڅرګندو کسانو ورباندې ډزې وکړې او پهکې ناست پنځه کسانيې ځاى پر ځاى ووژل او يو بل يې سخت ټپي کړ.
په پېښه کې د وژل شويو کسانو مړي او زخميان سمدستي د کوټې سرکاري روغتون ته يووړل شول چې په دوی کې درې وژل شوي او يو زخمي هزاره توکمه شیيعه مذهبي بلل شوي او دوه وژل شوي کسان سني مسلمانان دي چې يو پکې د کوټې او يو د سوات د «شانګلې» اوسېدونکى بلل شوى دى.
پوليس وايي، دا د هدفي وژنو د لړۍ يوه کړۍ ښکاري چې موخه يې په موټر کې سپاره شیيعه مسلمانان دي.
د دې بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى، خو تر دې وړاندې چې پر هزاره توکمه شیيعهګانو په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې په لسګونه بريدونه شوي، مسؤليت يې اکثر سني وسلهوالې ډلې لښکر جنګوي منلى دى.