د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅ بېلتونپالو دړکې، ورځپاڼې و نه وېشل شوې

په بلوچستان کې د چارشنبې پر ورځ د وسله والو د دړکو له کبله ورځپاڼې نه دي خپرې شوې.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال وايي، بلوڅ بېلتونپالو وسله والو ډلو خبري رسنیو ته خبرداری ورکړی وو چې که د اکتوبر تر ۲۴مې یې د دوی خبرونو ته هم ځای ورنکړ نو پرضد به یې ګامونه پورته کوي.

د پاکستان حکومت په نشنل ایکشن پلان کې د یادو بلوڅو ډلو له خوا د ورکړل شویو خبرونو پر خپرېدو بندیز لګولی وو.

د بلوچستان خبریالانو اتحادیې مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی غم دې وخوري.

د دغه صوبې اعلا وزیر نواب ثنا الله زېري ویلي چې دوی به د خبري رسنیو د امنیت ساتنې لپاره ګامونه پورته کوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG