د لاسرسي ځای

د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د یکشنبې په ماښام د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې د افغانستان څلور وګړي وژل شوي او دوه ژوبل دي.

پېښه له کوټې ښاره ۲۵ کیلومیټره لیرې و شمال لوېدیځ لور ته د کچلاغ په «جلوګیر» کې هله شوې چې په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ پر ناستو کسانو مولوهلیو موټر سایکل سورو وسله والو ناتاره ډزې پیل کړې.

د کچلاغ پولیسو مشر عبدالغفور مشال راډیو ته ویلي چي په پېښه کې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي ول او هزاره ګان ول چې خبل هېواد افغانستان ته تلل.

د کچلاغ د پوليسو مشر تنوير شاهازادۍ راډيو ویلي، د ډزو په نتيجه کې درې تنه پر هغه ځاى شوي او د يوه ۱۲ کلن ماشوم په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي چې د کوټې سرکاري روغتون ته یې وړي او په هغوی یوه ټپي ماشوم هم ساه ورکړې چې د مړیو شمېر پکې څلورو تنو ته و رسېد.

پوليس مشر وايي، په موټر کې دوې ښځې هم ناستې وې، خو هغوى روغې رمټې دي، خو وايي موټروان (ډرایور) د پېښې له ځايه تښتېدلى دى او دوى یې لټوي.

تر پېښې وروسته ګڼ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي ول چې له امله یې د کوټې-چمن لار تر څو ساعتونو پورې د ټرافیکو پرمخ بنده وه.

د دې بريد مسؤليت کومې وسله‎والې ډلې نه‎ دى منلى، خو تر دې مخکې هم په بلوچستان کې بیا بیا پر هزاره ګانو وسله‎وال بريدونه کېږي چې مسوليت يې تل سني وسله‎والې ډلې لښکر جنګوي منلى دى.

په بلوچستان کې سږ کال پر هزاره ګانو دا درېم هدفي بريد دى.

په تېر جون مياشت کې په کوټه ښار کې د يوې ښځې په شمول دوه هزاره ګان د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوي وو، ورپسې د جولايي په ۱۹مه هم په مستونګ سيمه کې د يوې ښځې په شمول څلور هزاره ګان کراچۍ ته پر لاره د وسله‎والو له خوا و وژل شول.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي او اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د پېښې غندنه کړې او امنیتي ادارو ته یې په پېښه کې د ککړو تورنو کسانو د نیولو امر یې کړی دی.

د بلوچستان شییعه کانفرنس مشر داود آغا هم د کچلاغ پر پېښه سخته خواشیني ښودلې او له حکومته یې په پېښه کې د ککړو وسله وسله والو کسانو پرضد د سختو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

دتحریک جعفریه ایالتي مشر طارق جعفري ویلي دي ځېنې قوتونه یوځل بیا په صوبه کې د شییعه - سني تاوتریخوالي موندلو هڅې کوي، خو وايي چې د صوبې ولس به یې ټولې هڅې ور-ناکامه کړي.

راپور: ایوب ترین، بارکوال میاخېل

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG