د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نجونو ښوونیز بهیر په پرمختیا کې د مشرانو رول مهم دی


په خوست کې د نجونو ښوونیز بهیر
په خوست کې د نجونو ښوونیز بهیر

دوی وايي، د ښوونځیو په مخکینیو اداري شوراګانو ستونزې شته، خو دوی هڅه کوي چې د یو کال په موده کې د ټولو ښوونځیو په شوراګانو کې اصلاحات راولي او هغوی متوجه کړي چې په دوامداره توګه ښوونځیو ته ورشي، د ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې وویني او د ستونزو په حلولو کې ورسره همکاري وکړي.

نن د سې شنبې په ورځ د خوست د پوهنې ریاست مسوولینو (د ټولنیزې ښکیلتیا او په ښوونځیو کې د نجونو د شمولیت په موخه د ټولنیز خوځښت درې ورځني روزنیز پروګرام) په پیل غونډه کې وویل، چې قومي مخور، دیني عالمان، مدني فعالان او شوراګانې د ښوونځيو د نظم په ښه کولو، د زده کړو د کیفیت په لوړولو او د نجونو تعلیم ته د کورنیو په هڅولو کې اساسي ونډه اخیستلی شي.

د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې دوی له کلونو راهیسې د ښوونځیو په کچه د والدینو شوراګانې چې اوس اداري شوراګانې بلل کیږي لري، خو فعالیتونه يې د اړتیا په تناسب کمزوري دي.

دی زیاتوي، دوی به د یو کال په موده کې د ښوونځیو د کیفیت د ښه والي او نظم د رامنځته کولو لپاره د دې شوراګانو په ترکیب کې هغو خلکو ته ځای ورکړي چې لوړ احساس ولري او پدې برخه کې مثبت بدلون راوستلی شي.

بلخوا د ښوونځیو د یوې شورا مشر جمال تڼی وايي، چې ستونزه یوازې په شوراګانو کې هم نه ده، د پوهنې مسوولین هم د شوراګانو وړاندیزونو ته پوره غوږ نه نیسي او نه يې هغه غوښتنې عملي کوي، چې د ښوونځیو شوراګانو ورسره شریکې کړي دي.

دی وایي، شهید محمدداود لیسې زده کوونکي د څښاک اوبه نلري، دوی لګیا دي چې دې برخې لپاره امکانات له سوداګرو او نورو خلکو راټول کړي، ځکه دا غوښتنه يې له مسوولینو سره په ځلونو شریکه کړې، خو مسوولینو عملي اقدام نه دی کړی.

د نجونو زده کړه په مهمو بشري اړتیاوو کې راځي، خوست کې که څه هم تر یو لکو ډېرې نجونې په ښوونځیو کې زده کړې کوي، خو بیا هم د دې ولایت د نفوسو په پرتله دا شمېره لږه ده.

د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو د ریاست یو تن مسوول عبدالرحیم منصوري وايي، دوی به د دې برنامې له لارې مشران وهڅوي چې خپلې نجونې ښوونځیو کې شاملې کړي او په همدې موخه به د برنامې په پای کې د مشرانو څخه یو ژمن لیک هم واخلي.

ښاغلی منصوري وايي:

((ددې ټرینګونو اصلي هدف دادی، هغه ماشومان چې له ښوونځیو بهر دي، همدغه شوراګانې همکاري وکړي او خپل ټول ماشومان ښوونځیو ته ولیږي، دویمه خبره د نجونو د تعلیم مساله ده، چې نجونې ښوونځیو کې شاملې شي، دوی به له شوراګانو وغواړي چې ماشومان ښوونځیو ته راجذب کړي او د معارف په برخه کې کوم امکانات چې نشته، ولس باید ورسره مرسته وکړي.))

قومي مشر سمین خان ځدراڼ وايي، چې شوراګانې کولی شي، کورنۍ وهڅوي چې د خپلو ماشومانو تر څنګ لوڼې هم په ښوونځیو کې شاملې کړي.

ده وویل، که شوراګانې د اولادونو د تعلیم په باب خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي، په نږدې وخت کې به په خوست کې د پوهنې په ډګر کې مثبت بدلون رامنځته شي.

بلخوا د نظر خاوند حمیدالله روښان وايي، کچیرې د ټولنې مخور او غېزناک قشر کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومانو او تنکي ځلمیان په ځانګړي ډول نجونې ښوونځیو کې شاملې کړي، له یوې خوا به د ډېرو ناخوالو په راکمولو کې مرسته وکړي او بل لوري ته به د افغانستان په هر اړخیز پرمختګ کې هم مهمه ونډه سرته ورسوي.

XS
SM
MD
LG