د لاسرسي ځای

تازه خبر

خالد: مهندسي شوې ټاکنې هېواد بحران ته بیايي


د افغانستان د امید سبا د ولسواک او ملي ګوند مشر اسدالله خالد.
د افغانستان د امید سبا د ولسواک او ملي ګوند مشر اسدالله خالد.

دوی زیاتوي، سوله د ټولو افغانانو هیله ده او امید سبا ګوند يې پلوي دی، خو که په یوه اونۍ کې د جګړو له کبله سلګونه افغانان ژوند دلاسه ورکوي، نو پداسو حالاتو کې د سولې خبرې او اوربند څه ځای نه نیسي.

نن د جمعې په ورځ په خوست کې د امید سبا د ولسواک او ملي ګوند فعالانو د یوې غونډې له لارې په هېواد کې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت انديښنه څرګنده کړه او له افغان حکومت يې وغوښتل چې پدې برخو کې دې، د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

د یاد ګوند مشر اسدالله خالد وویل، چې رڼې او سرتاسري ټاکنې د هېواد د شته ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده، خو داسې ټاکنې چې د نهه میلیونه رایو څخه نیمايي يې د باور وړ نه وي، روانې ستونزې نشي حلولی.

نوموړی وايي، د شکایاتو د کمیسیون وروستۍ پرېکړه چې ۳۵ کسان يې د نوماندانو له وروستي لیسته ایستلي سمه ده، خو ایستل شوي کسان دا حق لري، چې په خپلو کوایفو پوۍ شي او هغوی ته د استناف طلبۍ موقع ورکړل شي.

ښاغلی خالد زیاتوي:

((د شکایاتو کمیسیون باید حداقل دې خلکو ته ویلي وای چې ستاسو جرم څه شی دی، هغوی نارې وهي چې موږ په خپل جرم نه یو خبر چې استناف طلب شو، دا مهندسي شوي انتخابات وطن بحران ته بیايي، نه دا چې له بحرانه يې راوباسي، بناً په کلکه يې مخالف یو او اصلاح او سمون په کې غواړو، ګنې پدې ډول انتخاباتو ته اجازه نه ورکوو.))

اسدالله خالد د نورو خبرو تر څنګ پر سوله هم ټېنګار وکړ او دا يې د ټولو خلکو غوښتنه وبلله.

ده وویل، داسې سوله غواړي چې با عزته وي او د ټولو افغانانو وقار، حیثیت او ژوند په کې خوندي وي، که د تېرې اونۍ په شان په مختلفو سیمو کې د جګړو له کبله سلګونه افغانان وژل کییږي، نو اوربند او د سولې خبرې به څه ځای ونه نیسي.

نوموړی وویل، کچیرې حکومت د اوربند او سولې خبرې کوي، حالاتو ته په کتو يې باید خلکو ته د قناعت لپاره څه ولري.

اسدالله خالد وویل:

((موږ حقیقي اپوزسیون نلرو، ځینې شخصیتونه لرو، چې وايي کاندید یم رایه راکړه، خو تګلاره نه راښيي، د لوی ملي ایتلاف په نوم یو ایتلاف رامنځته شوی، موږ بار-بار ویلي هر ځای چې پنځه افغانان سره کیني، د هغو د ناستې تاید کوو، ولې موږ د دې ایتلاف برخه نه یو او نه غواړو چې دا وطن بیا داخلي جنګونو ته ولاړ شي.))

د امید سبا د ګوند یو تن ځوان فعال فریدالله قربان وویل چې دوی په ملي او افغاني سیاست باور لري داسې چې په د ولس او ځوانانو حقیقی اراده تمثيل کړي.

(( موږ یوازې په افغاني سیاست باور لرو، یوازې د ځوانانو په ارادو سیاست لرو، موږ يوازې په داسې سياست باور لرو چې په هغه کې د افغانان ارادې تمثیل شي.))

په خوست کې د امید سبا د ولسواک او ملي ګوند لخوا د جوړې شوې غونډې یو ګډونوال سپین روان نورزی وايي، په اوس وخت کې چې د افغانستان په کچه ستونزې ډېرې دي، سیاسي ګوندونو او مستقلو شخصیتونو ته بایده دي، چې د اختلاف او نیوکو پر ځای حکومت سره مرسته وکړي، چې لدې ستونزو څخه د راوتلو توان ومومي، ځکه اختلافونو سره ستونزې نورې هم ډېریږي.

XS
SM
MD
LG