د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: څلور ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول


خوست کې بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول.
خوست کې بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول.

د اګست پر ۱۶مه په ورځ د خوست د عامې روغتیا ریاست لخوا څلور ټنه تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي چې د دوه میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو، د مسوولینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول.

د یادو توکو د سوځونې په ځای کې چارواکو له خلکو وغوښتل چې د درملو او خوراکي توکو د رانیولو پر مهال دې د هغې تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي.

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا غړي په یاد ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو درملو او خوراکي توکو د راټولو اوسنۍ بهیر کمزوری بولي او وايي چې مسوولې ادارې دې، په دې برخه کې خپل فعالیتونه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.

د خوست په درملتونونو او دوکانونو کې له تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو همدارنګه خوراکي توکو له شتون څخه خلک په پرلپسې توګه شکایت کوي، خو چارواکي وايي چې د دوی د روغیتايي بررسۍ او کنټرول ټیمونه ګرځي او هر ځای چې دا ډول توکي وویني، له توپیر پرته يې راټولوي او بیا يې له منځه وړي.

د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وايي، چې دوی په وروستیو دوه میاشتو کې دا ډول څلور ټنه توکي راټول کړي، چې د اړوندو ادارو د مسوولینو او رسنیو په شتون کې يې له منځه یووړل.

ښاغلي محمدي زیاته کړه:

((د دوه میاشتو په جریان کې د خوست ولایت د مختلفو دوکانونو او درملتونونو څخه مو څلور ټنه بې کیفیته تاریخ تېر غیر الکولي مشروبات، خوراکي توکي او تاریخ تېر دواء درمل د عامې روغتیا ریاست د قوانین صحي بررسي ټیم لخوا نه نیول شوي وو، چې دادی نن مو عملاً له منځه یووړل.))

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان چې د یادو توکو د سوځونې په ځای کې موجود وو، وویل هر کله چې په درملو او خوراکي توکو ټاکلی وخت تیریږي نو دا ډول توکي بیا د انسان وجود ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.

ده له خلکو وغوښتل چې د اخیستونکو توکو تاریخ وویني، د هغې کیفیت ته دې توجه وکړي، که نوی لیبل ورباندې وهل شوی وي، هغه دې هم نه استعمالوي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي وايي، چې د اسلام دین له نظره په خلکو د نقصاني شیانو خرڅول ګناه او عذاب لري.

دی وايي، د شریعت مساله داده چې پيریدونکي ته باید د جنس عیب وښودل شي او داسې څه باید خرڅ نشي چې خلکو او ټولنې ته يې زیان رسیږي.

که څه هم پدې وروستیو کې د عامې روغتیا ریاست په ګډون یو شمېر ادارې هڅې کوي چې په دوکانونو او درملتونو کې تاریخ تېر توکي او درمل راټول کړي، خو د خوست ولایتي شورا پدې برخه کې ترسره شوي فعالیتونه نیمګړي بولي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځی غوښتنه کوي چې د کنټرول او څارنې ټیمونه باید ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته ولاړ شي او هغه توکي چې ځنډني شوي او تاریخ يې پوره شوی راټول او له منځه یوسي.

نوموړی وايي:

((دا کفایت نه کوي مسوولین باید دا پروسه روانه وساتي، ولسوالیو ته يې وغځوي، بې کیفیته دارو او تاریخ تیره خوراکي توکي په دوکانونو او درملتونونو کې په درزنونو شته دي، دوی باید ورته توجه وکړي او راټول يې کړي.))

د یادونې وړ ده د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو همدارنګه غیر معیاري خوراکي توکيو پېر او پلور د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم له جدي ستونزو څخه ده، خو کتونکي وايي کچیرې دې کار د مخنیوي لپاره مسوولین قوي اراده ولري، ، سرغړونکي مجازات او جریمه شي، نو په کم وخت کې يې مخه نیول کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG