د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي


په کابل کې افغان ځواکونه
په کابل کې افغان ځواکونه

د سه شنبې پر ورځ، په کابل ښار کې یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته د ټیلفون په کرښه وویل، دغه برید د کابل په دشت برچي سیمه کې په یو تعلیمي مرکز کې شوی دی.

بلخوا د کابل د پولیسو ویاند وایي، د برید قربانیان زیاتره زده کونکي او د دغه تعلیمي مرکز کارکونکي دي او امکان لري چې د تلفاتو شمېره بدلون ومومي.

د نوموړي په قول، ټپیان روغتون ته رسول شوي. تر اوسه د دې پیښې ذمه واري چا نه ده اخېستې خو په دغه شیعه میشته سیمه کې د پخوانیو بریدونو مسولیت داعش منلی دی.

XS
SM
MD
LG