د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې برید د دوو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد

په کابل کې افغان امنیتي ځواکونه.
په کابل کې افغان امنیتي ځواکونه.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په سېمه کې د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله د دوو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده او نور پکې هچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر۱۶مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې وسله‌ وال د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یوې نیمه کاره ودانۍ ته ورننوتي او له هغه ځایه یې د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز ډزې کولې.

تر دا مهاله د دغه برید ذمه واري هېڅ یوې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

بلخوا د اګست پر ۱۵مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز یوه ځانمرګي برید نېږدې ۵۰ تنه وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي ول.

په کابل کې دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې د غرني، کندهار، زابل او بغلان په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو جګړو د لسګونو سرتېرو په شمول سلګونه کسان وژلي دي.

نور ولولئ.

https://www.mashaalradio.com/a/29433432.html

https://www.mashaalradio.com/a/29435488.html

XS
SM
MD
LG