د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سولې عالي شورا د سولې په اړه مشورې راټولې کړې


د افغانستان د سولې عالي شورا يو پلاوی ننګرهار ته ورغلی و او هلته يې د يوې غونډې په ترڅ کې له ځوانانو، مدني ټولنو او مېرمنو څخه د سولې د نوې تلارې په رڼا کې سلا مشورې واخيستې.

د سولې په اړه د سلا مشورو دا غونډه چې د ختيځو څخه په کېپه سلګونو ځوانانو، مېرمنو او د مدني ټولنو فعالانو برخه اخیستې وه، د چارشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼې کې تر سره شوه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي داود خان شهیدزوی خبريالانو ته وویل چې دوی د سولې د نوې تګلارې په اساس په ولایتونو کې مشورتي غونډې جوړوي او بیا به يې په مرکز کې له مشرانو سره شريکوي:

(( څنګه کولای شوو چې سولې ته چې د ټول ولس هدف دی ورورسېږو. بېدون د ولسونو له همکارۍ موږ سولې ته نه شوو رسېدلی، نو په دې کې مهم رول د مدني ټولنو، ځوانانو او خویندو دی. زموږ راتګ موخه هم مشورې اخيستل دي چې دا مشورې به د سولې عالي شورا مشرانو ته رسوو او د همدې مشورو په اساس به زموږ راتلونکي پروګرامونه او نصمیمونه سر ته رسوو.))

په غونډه کې د مېرمنو په استازولۍ له کونړ ولایت څخه راغلې سهېلا بابر وویل چې په افغانستان کې تپل شوي جنګ تر بل هر چا مېرمنې زیاتې زیانمنې کړي، نو ځکه غواړي چې په هېواد کې سوله تامین شي:

(( ښځينه طبقه په جنګ کې ډېره متضرره کېږي، که د يوې ښځې خاوند مري بچيان يې بې سرپرسته کېږي، که ورور يې مړ شي هغه ډېره غمجنه کېږي، يو مور غواړي چې خپل بچي په تعليم سنبال کړي، هغه ښوونځي ته لېږي، خو تر هغې ځورېږي، څو پورې چې بېرته کورته راستون شوی نه وي.))

فریدون حنفي چې کابو دوه کاله وړاندې د وسله والو طالبانو په لیکو کې سرګروپ و او د سولې له بهیر سره يو ځای شوی وايي چې د ولایتونو په مرکزونو کې د سولې په اړه د غونډو د جوړېدو پر ځای دې په ولسواليو او کليو کې له طالب قوماندانانو سره خبرې وشي او قناعت دې ورکړی شي چې دا جنګ پردی دی:

(( دا به ډېره ښه وي چې د ولایت پر ځای په ولسواليو کې له جنګي قوماندانانو سره خبرې وشي او هغوی ته په دې قناعت ورکړو چې ستاسو جګړه د اسلام لپاره نه ده، ستاسو جګره د وطن لپاره نه ده، ستا جګړه د بل چا لپاره ده، ستا جګړه د پیسو لپاره ده. ستا جګړه د وطن د ورانولو لپاره ده، نو فکر کوم چې زموږ لپاره به دا ډېره مفیده وي.))

خو د سولې د عالی شورا استازي وايي چې دوی به د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم مشورتي غونډې جوړوي، د ولس نظریات به راټولوي، د نظریاتو په رڼا کې به د سولې لپاره يوه تګلاره جوړوي او بیا د سولې ولایتي کمېټو ته دنده ورکول کېږي چې ولسوالۍ په ولسوالي او کلي په کلي وګرځي او وسله وال طالبان سولې ته راوبولي.

XS
SM
MD
LG