د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د ناټو غونډه بروکسل کې پيل شوه


د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوې ده.

تر غونډې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:

"موږ د افغانستان مسئله څېړو چې هلته زموږ د روزنې ستر ماموریت روان دی. د ناټو د ماموریت لویه برخه له ترهګرو سره مبارزه او د ثبات راوستل دي."

د ناټو د نهه ویشت غړیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه په دې غونډه کې پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي، سوله او پخلاینه او افغانستان ته د ناټو د نورو سرتېرو استول.

د اوس لپاره ناټو او شریکان یې په افغانستان کې تر پنځلس زره ډېر سرتېري لري.

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پومپئو چې تېره ورځ یې په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، نن بروکسل ته راورسېد او د ناټو عمومي منشي یې د ناټو په مرکز کې هرکلی وکړ.

مایک پومپئو وویل چې زه ولسمشر ټرمپ دلته راولېږلم ترڅو په دې مهمه غونډه کې برخه واخلم.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه به د کابل په وخت د شپې د نهو بجو خوا ته د ښاغلي پومپئو له خبرې غونډې سره پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG