افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې چې د افغانانو کومه وینه تویدنه روانه ده باید نوره بنده شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د يوه ولسواک نظام ایجادول سیاسي حوصله غواړي او تر کومې چې سیاسي مخالفین له حوصلې نه کار وانهخلي ولسواکي نهشي رامنځته کیدای.
ښاغلي غني د جمعې په ورځ په کابل کې د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود خان د وژنې څلوېښتم تلین په ياد غونډه کې وویل چې سوله د افغانانو بنسټيزه اړتیا ده او روانه افغان وژنه باید نور پای ته ورسېږي.
دی وايي:
"شهید داوود خان او کورنۍ یې د ثور د کودتا لومړني قربانیان دي او د دوی له شهادت وروسته ۴۰ کاله کېږي چې د افغانانو وینه توېږي دا وینه توېدنه بندول غواړي، سوله زموږ حیاتي اړتیا ده، سولې باندې موږ اجماع لرو او په وړاندې یې هېڅ خنډ نهمنو."
ولسمشر دا شان وویل چې بدلون باید په زور نهبلکه د قانون او خلکو د روا غوښتنو له مخې راشي.
ښاغلی غني وویل، د سردار محمد داوود خان په شان دې هم له ولس نه وېره نهلري او له خپل ولسه هیله لري چې افغان وژنه او د وینې تویول نور بس کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې له نن پوره ۴۰ کال وړاندې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د خلق ګوند فعالانو چې په پوځ کې یې نفوذ لاره، د ارګ په ګډون پر حکومتي ودانیو برید وکړ او د هېواد لومړنی ولسمشر محمد داوود او د هغه کورنۍ ټول غړي یې ووژل.
زیاتره افغانان د ثور کودتا په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو د ناورین سرچینه ګڼي، ځکه لهدې وروسته د خلق ګوند سیاسي او عقیدتي مخالفینو له نظام سره مخالفت او وروسته وسلهوال پاڅون پیل کړ.
د خلق ګوند واکمني د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د مجاهدینو د ۱۴ کلنې جګړې په نتیجه کې پای ته ورسېد، خو دا نېټه په افغانستان کې د جګړې د یوه بل پړاو پیل و چې تر نن پورې روانه ده.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هڅه کوي څو تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې ملي اجماع ته په رسېدو سره، ياد ناتمام فصل تکمیل او افغان ولس له روان ناورین نه بهر کړي.
په ورته وخت کې لیکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال يادې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ولس ته پهکار ده چې د تېر تاریخ نه په زدهکړې سره په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.
نوموړی وايي:
"تاریخ دوه ډوله لګښت لري، هویتي او تجربوي، هویتي لګښت دا دی چې موږ ته ځواب راکړي چې موږ څوک یو او تجربوي لګښت دا دی چې موږ زدهکړه وکړو چې څه وکړو او څه ونهکړو، دیموکراسي، عدالت او ولسواکي هغه وخت مانا پیدا کولای شي چې افغانستان وجود ولري."
ښاغلی لېوال وايي، په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت او د يوه ولسواک نظام جوړولو لپاره د افغان ولس فکري خپلواکي، قوي درک او يووالی مهم دی.
راپور: محمد واصل وصال