د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه


په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهير د ګړنديتوب په خاطر د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د عامه پوهاوي غونډه وکړه چې ، قومي مشرانو، د ښوونځيو استازانواو مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.

سره له دې چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې لړۍ دوه اوونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې پيل شوې چې ۴۷ مرکزونه او ۹۴ محلونه يې لري، خو بيا هم لکه څنګه چې په کار ده، هغه شان په کې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې.

د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ذبیح الله وګړی وايي چې د نوملیکنې د بهير د چټکتیا لپاره يې د عامه پوهاوي غونډه رابللې ده:

"پخواني انتخابات د رایه ورکوونکو په کارتونو تر سره کېدل، خو راتلوونکي انتخابات د تابعت د تذکرو په اساس دي چې د تابعت د تذکرو پر شاه به د ټاکنو د کميسیون لخوا د رایه ورکوونکو تصدیق یا سټیکر نصب کېږي، په دې اړه مو تخنیکي بحث وکړو او هم مو د رایه ورکوونکي او د رایه اچونې د مرکز اړيکې ټاکل دي چې هر هغه څوک چې کوم مرکز کې خپله نوملیکنه کوي، هملته به رایه هم استعمالوي، بل ځای رایه نه شي ورکولای."

خو په ننګرهار کې ګڼو خلکو د تابعت تذکرې نه دي اخیستې، د ننګرهار ولایتي شورا غړی اسرار الله مراد په ولس غږ وکړ چې تذکرې واخلي او د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې يې ثبت کړي:

"په خپلو ولسونو غږ کوم چې که غواړئ چې تاسو د ژوندانه په ټولو برخو کې خپل سهم په لوړو سترګو واخلئ، خپل ځانونه ثبت کړئ، خویندو ته، میندو ته او حتی بوډۍ مور چې په خپلو پښو نه شي تلای، په درې ټایره باسیکل کې يې بوځئ ، تذکرې ورته واخلئ او د نوملیکنې په مرکزونو کې يې ثبت کړئ."

ټولنیز فعال دیدار احمد مایار وايي چې د هر فرد ذمه واري جوړېږي چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې پروسې ته خلک وهڅوي:

" دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې د ټاکنو د نوملیکنې لپاره او د تذکرو د اخيستلو لپاره پراخ کمپاین وکړو، اول يې خپله واخلو، بيا خپله کورنۍ تشویق کړو، او له دې سره سره د ولس نورو وګړو ته هم دا غږ ورسوو."

د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې په جلال اباد ښار کې يې د حمل په ۲۵ نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره د نوملیکنې بهير پيل کړی او د ثور د مياشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

خو زیاتوي چې په تېرو پينځلسو ورځو کې د جلال اباد ښار په ۴۷ مرکزونو کې څه باندې دېرش زره کسانو نوملیکنه کړې، خو د ښار د نفوسو په تناسب د نيشت برابر ده.

XS
SM
MD
LG