د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د ازادي غوښتونکي ملت او غلامو ترهګرو ترمنځ جنګ روان دی"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

پراګ ـ د افغانستان ولسمشر پرون په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان جګړه د یو ازادي غوښتونکي ملت او ترهګرو ډلو ترمنځ چې په غلامۍ کې ژوند کول غواړي، جنګ دی.

محمد اشرف غني د کار په ملي کانفرانس کې د کابل د وروستیو بریدونو په اړه د خبرو پر مهال دغه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه:

((که د دوی غوښتنه داده چې دا ولس به غلامي قبوله کړي نو هېڅکله نه هېڅکله نه، د شریعت له نظره ښکاره ده چې دا جګړه مشروعیت نه لري، د ځانوژونکي ځای جهنم دی، د دې اړتیا باید ښکاره وي چې د یوه وړوکي اقلیت ګټې چې نورو ته پر غلامي او پر مخدرو موادو ولاړې دي، د جګړې د سیاسي حل مخه نشي نیولی.))

افغان ولسمشر وړاندې وویل چې حکومت یې د ولس پر وړاندې د وسله والو د دغې جګړې د ختمولو هوډ لري خو د جګړې سیاسي حل لاره به هم لټوي.

ده زیاته کړه چې په امنیتي ځواکونو او دپولیسو په لیکو کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکی دی.

XS
SM
MD
LG