د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني خبریالانو په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی


په پاکستان کې د خبریالانو تنظیم پی اېف يو جې په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی او له افغان خبریالانو سره یې یووالی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک نومې سیمه کې پرله پسې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې په نتیجه کې یې د نهه خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په شش درک کې دوهم ځانمرګی برید هغه مهال شو چې خبریالان د لومړي برید د پوښښ لپاره سیمې ته ورسېدل او ورسره سم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو منځ ته راغی او ځان یې والوزاوه.

د پاکستاني خبریالانو د مرکزي تنظیم پی اېف يو جې مشر افضل بټ په کابل کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بریدونه غندلي او په دې اړه یې په یوه خپور کړي بیان کې ویلي:

"موږ د ترهګرۍ په دغه پېښه خواشیني یو او په کلکه یې غندو."

د پاکستاني خبریالانو د تنظیم مشر همدا شان غږ کړی چې د هغو خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې لازم اقدامات وشي چې په ناارامو سیمو کې دندې ترسره کوي.

​له بلې خوا بیا په پاکستان کې د پرېس کلبونو مشر طارق محمود هم په یوه بیان کې په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی او له هغوی سره یې د یووالي لپاره نن د ملي پرېس کلب د بېرغ د ښکته ساتلو او پر پرېس کلب د تور بېرغ ځړولو اعلان کړی دی.

په عین حال کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او له افغان ولس سره یې یووالی ښودلی دی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې په دې اړه ویلی، موږ په کابل کې ترهګریز بریدونه او په دې کې د بې ګناه خلکو وژل په کلکه غندو او کاږي:

"موږ ترهګري که په هره بڼه او شکل وي، غندو او ددغې پدیدې تر ختمېدا پورې به یې پرخلاف جنګ روان وي."

د یادونې وړ ده چې په کابل کې په پرونیو ترهګریزو بریدونو کې په وژل شوېو خبریالانو کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرمه درانۍ هم وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG