د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د راتلونکو ټاکنو د شفافیت ډاډ غواړي


د خوست مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته دې، د امنیت په ګډون په هره برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.

دوی وايي، په ټاکنو کې د ګډون د ارزښت په باب دې عامه پوهاوی ډېر شي، خلک باید د نوم لیکنو په مرکزونو کې امنیتي انديښنې ونلري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې، هغوی ته ډاډ ورکړي، چې رايې يې له درغلیو او لاسوهنو خوندي دي.

خوستیو فعالانو یادې څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د ټاکنو په باب په یوه ناسته کې وکړې.

سیاسي فعال عزیزالله ځلاند مشال راډیو ته وویل، چې امنیتي ادارې او د ټاکنو کمیسیون دې په اول ګام کې د نوم لیکنې په مرکزونو کې امنیتي تدابیر پياوړي کړي، بیا دې خلکو ته ډاډ ورکړي، چې رايې يې له درغلیو او غلاوو خوندي دي او ګټه به يې هغه چاته رسیږي، چې دوی ورته رایه کارولې ده.

دیني عالم مولوی شرف الدین وايي، چې د ټاکنو په پروسه کې باید دیني عالمانو، د جوماتونو خطیبانو او امامانو همدارنګه قومي مخورو او سپینږیرو ته ډېره ونډه ورکړل شي.

ده وویل، د ټولنې دا قشر کولای شي، خلک په پراخه کچه د ټاکنو په ملي پروسه کې ګډون ته وهڅوي.

مدني فعاله زرمینه خوستۍ وايي، چې لوستې ښځې او نجونې په ټاکنو کې ګډون ته تیارې دي، خو د کلیوالو او اطرافي سیمو ښځې او نجونې اصلاً د ټاکنو په ارزښت او اغېز نه پوهیږي.

زرمینه وايي، ټاکنو ته باید پراخ عامه پوهای وشي او خلک پدې وپوهول شي، چې ممکن زموږ یوه رایه ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته د تقلب کوونکو د فساد مخه ونیسي.

د سپوږمۍ په نوم یوه بله مدني فعاله وايي، چې د ښځو او نجونو یوه برخه د وکیلانو په خدمت کولو شکمنې دي او وايي، چې خلکو ته يې په خپلو برخو کې کار نه دی کړی.

دې وايي، د شته ستونزو او انديښنو سره-سره هم باید ښځې او نجونې د خپل څومره والي او په ټولنه کې د ونډې د تثبیت لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوی شاه محمد محمدي وايي، چې په اسلام کې د تحمیل شوي امام او امیر څخه د خلکو په رایه راغلی کس لوړ وي.

بلخوا د خوست د ټاکنو کمیسیون مشران وايي، چې په یاد ولایت کې يې د شفافو او عادلانه ټاکنو د بهیر لپاره تیاری نیول شوی دی.

د خوست د ټاکنو کمیسیون ډاډ ورکوي، چې د رای اچونکو لپاره به د نوم لیکنې له بهیره بیا په خپلو نږدې سیمو کې د رای اچونې تر مرکزونو پورې ټولې لازمې اسانیتاوې برابرې کړي.

که څه هم د تذکرو په واسطه د رای اچونې نوي سیستم او دې پروسې کې د ګډون لپاره د خلکو د عامه پوهاوي د کمزوري بهیر په باب انديښنې موجودې دي، خو بیا بل لوري ته په خوست کې یو شمېر خپلواک بنسټونه جوپې-جوپې خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته ورولي او تمه ده چې په خوست کې به د نوم لیکنې بهیر کې څه نا څه چټکوالۍ راشي.

XS
SM
MD
LG