د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له کاندیدانو یو هم په دې کې بریالی نه شو چې تر پنځوس فیصده زیاتې رایې واخلي.
په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز يو ځل بيا ويلي دي چې يو باثباته افغانستان د پاکستانه په ګټه دی.
د افغانستان په شمال کې سیلابونو نه یوازې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي بلکې زیات ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د جمعې په ورځ د خوست یو شمير قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون څخه وغوښتل، چې د رای شمېرلو په بهیر کې دې پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې کړي
د سرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې د سختو ورښتونو له امله د تېرې شپې سيلاب د يادې ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰ تنو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ لسګونه تنه نور ترۍ تم كړي دي.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په کابل کې یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
له تېرې جارشنبې شپې راهيسې د غزني په دوو ولسواليو کې عملياتو او نښې شوې دي چې پکې لس تنه وسله وال وژل شوي او ديارلس نور ژوبل دي
په خوست کې د ایسا یا د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکیو د کورنیو سوداګرو او شتمنو کسانو همدارنګه د بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې په خوست کې سرمایه ګذاري وکړي او تولیدي فابریکې جوړې کړي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه کسان، چې غوښتل يې یوه اندازه چرس ولیږدوي، د پیکب موټر سره یو ځای نیولي دي.
د یکشنبې پر ورځ د خوست ولایت د ګربزو او تڼیو ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک د جوړولو کار پیل شو. د خوست د چارواکیو په وینا یاد سړک نږدې پنځه کلیومتره اوږدوالۍ لري.
د دې ورکشاپ نه موخه دا وه چې زموږ د وياندويانو قابليتونه لوړ شي. او هغه ګډ هدف چې مطبوعاتي ادارې او د رسنيو ادارې يې لري، چې د مالوماتو د تبادلې اصل دی، هغه موږ د دې ورکشاپ نه وروسته لا ښه کړو.
د دوشنبې پر ورځ د خبري غونډې پر وخت اشرف غني دا و نه ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چا پلوي کوي خو ویې ویل چې کمېسیون د مالوماتو په شریکولو کې جانبداره چلند کوي. ده د انتخاباتو کمېسیون پر هغې اصطلاح چې قسمي رایې یې پاکې وبللې، انتقاد وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته