نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په سیمه کې د یو تن افغان پولیس له خوا پر دوو بهرنیو ښځینه خبریالانو برید شوی، چې له کبله يې یوه تنه وژل شوې او دویمه هم سخته ټپي شوې ده.
د دغه پېښې قاتل په تڼي ولسوالۍ کې یو افغان پولیس افسر دی. چارواکو د مشال راډيو خبریال ته وویل چې افسر نقیب الله نومېږي چې په ولسوالۍ کې وړوکۍ پولیس قومندان دی.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره د مشال راډیو ځانګړې پاڼه. په دې برخه کې موږ وخت په وخت په ژوندۍ بڼه مالومات درخپروو. تاسې که خپله پاڼه تازه نه هم کړئ، زموږ مالومات پکې د وخت له تېرېدو سره تازه کېږي.
د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني په ناوه او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دوو بیلابیلو پېښو کې ۳۴ وسلوال وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست په هڅو د دولت دوسلوالو مخالفينو يوه اته کسيزه ډله د سولې پروسې سره يو ځای شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د خپل وزارت اړوند د پیژنتون ریاست پر دروازه یوه ځانمرګي بریدګر څلور افغان پولیس ووژل.
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالرب رسول سياف د خپلې انتخاباتي مبارزې په لړ کې ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې له ولسونو يې وغوښتل چې د يوه اسلامي نظام د پلي کيدو په خاطر دې ورته رايې ورکړي.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يوه ورځني ښوونيز سيمينار کې د انتخابي بهير څارولو روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يو ورځيني ښوونيز سيمينار کې د انتخاباتو له بهير نه د څارونکو په توګه زده کړې ورکړل شوې.
د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د خوست په ملي لوبغالي کې د ولسمشری نوماند زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی د هېواد د راتلونکې مشرۍ لپاره په ملي کچه یو غښتلی او پیاوړی ټیم لري او که چیرې خلک ورباندې باور وکړي، نو د خوست د پرمختګ لپاره به یو شمېر مشخص فعالیتونه ترسره کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د پولې له هغه بلې غاړې د وراوړېدونکو ترهګرو بریدونو د زیاتېدو له کبله د افغانستان احتجاج د پاکستاني سفیر له لارې د اسلام اباد چارواکو ته ورسوي.
د اقتصادي پرمختګ او له هغې نه د راپور ورکولو دغه يو ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو چې پر دولتي سکتوري ادارو سربيره ورته د يو شمير غير دولتي موسسو استازي هم وربلل
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته