د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د خوست په ملي لوبغالي کې د ولسمشری نوماند زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی د هېواد د راتلونکې مشرۍ لپاره په ملي کچه یو غښتلی او پیاوړی ټیم لري او که چیرې خلک ورباندې باور وکړي، نو د خوست د پرمختګ لپاره به یو شمېر مشخص فعالیتونه ترسره کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د پولې له هغه بلې غاړې د وراوړېدونکو ترهګرو بریدونو د زیاتېدو له کبله د افغانستان احتجاج د پاکستاني سفیر له لارې د اسلام اباد چارواکو ته ورسوي.
د اقتصادي پرمختګ او له هغې نه د راپور ورکولو دغه يو ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو چې پر دولتي سکتوري ادارو سربيره ورته د يو شمير غير دولتي موسسو استازي هم وربلل
د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان ولسمشر په ټليفوني تماس کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د افغانستان امنیتي چارواکي وایي چې هغه پنځه وسله وال یې ووژل چې د کابل ښار په ختیځ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دفتر ته نژدې په یو ودانۍ کې راغونډ شوي وو.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي چې مسوولین وایي ً څو وسله وال دې کمیسون ته نژدې په یو ودانۍ کې راغونډ شوي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت ديً.
نن جمعې پر سهار په غزني کې يو درې سوه درې موټر له سړکه اوښتی دی چې له امله يې تر اوسه پورې اووه تنه مړه شوي او شل نور زخمي شوي دي. په مړو او زخمي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشريزو ټاکنو د کمپين په لړ کې ننګرهار ته راغلی او د يوې غونډې د تر سره کولو په ترڅ کې يې له ولسونو څخه د رايو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون کولو لپاره د سیمې او نړۍ مشران کابل ته روان دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تر نورو سیمه ایزو مشرانو مخکې کابل ته ورسيد.
نن چهارشنبه د ماځیګر څلورنیمې بجې د خوست ښار د منګلو اډې په سیمه کې د کوټکي شهید په نوم د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید وشو، چې په کې څلور پولیس او درې ولسي افغانان وګړي ټپیان شول.
د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون چارواکي وايي ، سره له دې چې په ليرو پرتو سيمو کې لا هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يا خشونت موجود دی، خو بیا هم د ۱۳۹۱ لمزیز کال پر تله په ۱۳۹۲يم کال کې په ختيځه سيمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې کموالي راغلی دی.
ملګرو ملتونو په کابل کې د افغانستان انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر یوه دفتر پرونی (سېشنبه) وسله وال برید غندلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته