د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه کسان، چې غوښتل يې یوه اندازه چرس ولیږدوي، د پیکب موټر سره یو ځای نیولي دي.
د یکشنبې پر ورځ د خوست ولایت د ګربزو او تڼیو ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک د جوړولو کار پیل شو. د خوست د چارواکیو په وینا یاد سړک نږدې پنځه کلیومتره اوږدوالۍ لري.
د دې ورکشاپ نه موخه دا وه چې زموږ د وياندويانو قابليتونه لوړ شي. او هغه ګډ هدف چې مطبوعاتي ادارې او د رسنيو ادارې يې لري، چې د مالوماتو د تبادلې اصل دی، هغه موږ د دې ورکشاپ نه وروسته لا ښه کړو.
د دوشنبې پر ورځ د خبري غونډې پر وخت اشرف غني دا و نه ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چا پلوي کوي خو ویې ویل چې کمېسیون د مالوماتو په شریکولو کې جانبداره چلند کوي. ده د انتخاباتو کمېسیون پر هغې اصطلاح چې قسمي رایې یې پاکې وبللې، انتقاد وکړ.
ګلوبل پوسټ ویب پاڼه په خپل یو راپور کې لیکي : د افغانستان ولس د نوي ولسمشر په انتظار دی. دغه انتخابات د اپریل په پنځمه نیټه ترسره شول. په روان کال کې په دغه هیواد کې یو شمیر مهم کارونه روان دي، چې
د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د اتوار په ورځ د انتخاباتو جزوي پایلې اعلان کړې. د انتخاباتو د کمیسون مشر یوسف نورستاني د پایلو د دوهم پړاو د اعلانولو پر مهال وویل : د نږدې پنځوس فیصده رایو د پایلو له مخې ډاکټر ع
د پاکستان په سينټ کې د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر ويلي دي چې که حکومت د دې هيواد پر آيين عمل کول غواړي نو بيا دي په افغانستان کې له فعاله وسله والو ډلو سره خپلي ادعا شوې اړيکي وشلوي.
اژانس د يوې سرچينې له قوله زياتوي چې آغا جان ته ويل شوي چې يا خو دې کابل ته لاړ شي، او يا که په اماراتو کې پاتې کېدل غواړي نو له سياسي هلو ځلو او غونډو دې لاس واخلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني وايي، که منتخب شو نو په ملي یووالي ولاړ حکومت به جوړوي.
د چهارشنبې ورځې ناوخته د خوست ښار څخه تر کاروان سرای پورې د غځیدلي سړک د کریړ کولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار والي د ټاکنو د بهير د پرامنه تر سره کيدو په خاطر د دغه ولايت يو شمير امنيتي چارواکو او ځينو اداري مشرانو ته د ښې کارکردګۍ په ویاړ د يوې غونډې په ترڅ ساینليکونه ورکړل.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې يې د عملياتو په نتیجه کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي او څلور تنه ملکي وګړي هم وژل شوي .
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته