د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د پاکو او ناپاکو رایو د بیلولو غوښتنه وکړه


د جمعې په ورځ د خوست یو شمير قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون څخه وغوښتل، چې د رای شمېرلو په بهیر کې دې پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې کړي

د جمعې په ورځ د خوست یو شمير قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون څخه وغوښتل، چې د رای شمېرلو په بهیر کې دې پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې کړي


او په خپلو چارو کې دې بشپړه خپلواکي او بې طرفي وساتي، همدارنګه په یاده غونډه کې د خوست خلکو تیاری څرګند کړ، که ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې نو د دوی به په کې پراخه ګډون وکړي.


د خوست د خلکو او مدني ټولنو د فعالانو ګډه غونډه، چې د خوست د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه په کې یادونه وشوه، چې د ټاکنو او شکایتونو د اوریدو خپلواک کمیسیونه باید د رای شمیرنې په بهیر کې د خلکو د رښتینو او جعلي رایو په تفکیک کې خپل رسالت او وجیبه په ښه ډول ترسره کړي.

د غونډې ګډونوالو ویل، چې د لویې پکتیا خلک به د خپلو رایو څخه دفاع وکړي او تر پایه به چوپه خوله پاتې نه شي، همدارنګه دوی د هغو کسانو څرګندونې هم وغندلې، چې د ناکامۍ په صورت کې يې د جګړو د پیل ګواښ کړی دی.

قومي مشر سخي جان سرحدي مشال راډیو سره په خبرو کې د غونډې د ګډونوالو یو شمېر غوښتنې داسې په ډاګه کړې:

((موږ په دې ځای کې ټولو راغونډ ولسونو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه او هم د شکایتونو د اوریدو کمیسیون نه دا غوښتنه وکړه، چې دوی باید د افغانستان د خلکو رایو ته باید احترام ولري، هغه ناپاکې رايې چې ځنو خلکو په تقلب او غدارۍ سره اچولي دي، د هغې نه پرهیز وکړي، هغه باطلې اعلان کړي، نور دې د خلکو رایو ته احترام ولري، خلک دې نه مایوسه کوي او خلکو ته دې ویرې نه پیدا کوي.))
په خوست کې د مدني ټولنې فعال عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل، که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، نو د خوست خلک په ټاکنو کې د ګډون له پاره بشپړ تیارۍ لري:

((په دې غونډه کې خوستوالو په دواړو کمیسیونو غږ وکړ، چې پاکې او ناپاکې رايې دې جدا کړي او همدا راز یې یو ځل بیا په ټوله مانا سره د پاکو رایو څخه ملاتړ وکړ او که احیاناً دا انتخابات دویم پړاو ته ولاړل په کامله مانا سره خوستوال دې ته تیار دي، چې په دې ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.))

په پای کې د غونډۍ شپږ ماده ییز پریکړه لیک د مدني ټولنې د یو تن فعال سپین روان نورزي له خوا ولوستل شو، چې په هغه کې د خلکو غوښتل شوي ول، چې د یو غوره بدلون له پاره خپلو رایو څخه هر ډول حالت ته چوپه خوله نه پاتې کیږي:

((موږ په خپل متدین، شریف او نجیب ولس هم غږ کوو، چې د نن په شان دې تر پایه په یو غږ او افغاني همت سره د خپلو رایو کلکه دفاع وکړي او اجازه دې نه ورکوي، چې د افغانستان د خلکو سبا تیاره او د ستونزو او کړاونو څخه ډکه وي.د غونډې ګډونوال پر افغان حکومت، د ټاکنو پر دواړو کمیسیونونو او نړیواله ټولنه غږ کوي، که د دوی رایو سره جفاء وشي، نو دې کار ته به د لویې پکتیا ولسونه غلي او چوپه خوله پاتې نه شي، بلکې په زړه ورتوب به د خپلو رایو او خپلو رواء حقونو څخه حتا د ژوند او مال په بیو دفاع وکړي.))

د یادونې وړ ده، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو يوازې د څه باندې ۱۷ فيصده رايو پايلې لا اعلان شوي نه دي، ټاکل شوې ده چې، د ټولو رايو ابتدايي نتيجه به د شنبې په ورځ اعلان شي.
XS
SM
MD
LG