د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د اتوار په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو جزوي پایلې اعلان کړې. تراوسه دوی د لسو فیصدو ووټونو نتیجه اعلان کړه چې تر
د ويساک دا ميله د شنبې په ورځ پيل شوې وه چې په ترڅ کې یې د سيک مذهب سره تعلق لرونکي میرمنې او سړي د سرخرود سلطان پور سیمې ته ورغلل او هلته يې د خپلو مقدسو چينو تر څنګ خپل مذهبي مراسم
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د يوې زراعتي موسسې (کارډيپ) په تخنيکي او مالي مرسته بزګرانو ته سلګونه ګرين هاوسونه يا شنې خونې جوړي شوي چې له کمې ځمکې څخه په يوه کال کې درې فصله د پام وړ حاصل اخلي.
د افغانستان د خوست په ښار کې د شنبې په ماسپښین شاوخوا یوه بجه دوې بمي چاودنې وشوې چې له کبله يې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو د شکایتونوکمیشن مشر عبدالستار سعادت وایي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه دوی ته شاوخوا دوه زره شکایتونه رسیدلې، خو د ټاکنو د مرکزونو او محلاتو څخه شکایتونه لا تر اوسه دوی نه دې تر لاسه کړي.
د افغانستان د ملي اردو یو جکپوړی کومندان تورن جنرال محمد شریف یفتلي وايي ، پاکستانیو طالبانو افغانستان ته مخه کړې ده.
د چهارشنبې پر ورځ د خوست د کمپلیکس په ساحه کې د پوهنې ریاست له پاره د نوې څلور پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولاړ کاندید د زلمي رسول له دفتره جاري شوې یوه اعلامیه وایي، داسې بریښي چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اسیا د غوره لیګ کپ سیالیو ته د ښه چمتوالي لپاره یې ملي ټیم ته یو نوی روزونکی(کوچ) نیولی دی.
نن د چهارشنبې پر سهار نهه بجې د خوست د بلند منزلونو په سیمه کې دوه پر له پسې بمي چاودنې وشوې، چې له کبله يې یو تن پولیس وژل شوی، څلور پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار ولایت کې د سړک د ماین په چاودنه کې د ولسي خلکو وژل غندلي دي او دا یې د وطن د دښمنانو کار بللې دې.
د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د ظفر په نوم سویل ختیز زون کې د ترسره شویو چاڼیزو او جګړه ییزو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱۲۹ وسلوال وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته