د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو هم رڼا اچولې ده. په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ترهګرو بیلا بیلې ډلې فعاله دي.
چارواکي وايي چې د يادې ولسوالۍ اړوند ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي او تر هغې به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي څو پورې چې په ټوله ولسوالۍ کې امن نه وي راوستی.
د ښاغلي مشعل په خبره یو شمېر کسان چې دوی تر ځانمرګو بریدونو مخکې نیولي، په پوښتنو ګروږنو کې منلي، چې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې روزل شوي
په ننګرهار کې د څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت د کور جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کيښودل شوه. په دې پروژه کې به شپيته لوړ پوړيزې ودانۍ جوړيږي چې دوه نيم زره د استوګنې اپارتمانونه (کورونه) به ولري.
چارواکي وايي، په غزني کې د طالب وسله والو او سيمهييزو پوليس تر منځ نښته پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.
د خوست امنه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د پولیسو له خوا په څلورو لاریو کې بار پنځوس ټنه کرومایټ چې له هېواده بهر قاچاق کېدل، د یاد ولایت د سپیرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له شپږو تنو مظنونیو سره یو ځای نیول شوې ده.
د افغانستان د پکتیکا ولايت چارواکي وایي چې تیره شپه د دې ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د حکومت لسګونه وسله والو مخالفینو په امنیتي پوستو حمله وکړه، چې په ځوابي ډزو کې ۴۳ مخالفین ووژل شول.
د پکیتکا د ولایت مقام ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې نښته د شپې له یوې بجې څخه تر دریو بجو روانه وه او بهرني وسلوال هم په کې موجود وو.
ټیلي ګراف ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې تر شاوخوا ۱۳ کلونو او په هېلمند ولایت کې تر خونړیو اتو کلونو وروسته د برتانیوي سرتېرو ماموریت پای ته په رسېدو دی.
پاکستان په افغاني رسنیو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی په افغانستان کې پیل کړې مروستندویه پروژې پریښي دي.
خيبر ايجنسۍ سره پر پوله پرتې د ننګرهار ولايت د نازيانوولسوالۍ قومي مشران وايي له دغه ځايه ډير خلک د پاکستان د لشکر اسلام د وسله والې ډلې او افغان طالبانو ترمنځ د روانو نښتو له وجې بې کوره شوي دي
د افغانستان ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي مطبوعاتي مسوولين وايي دويم ځلي انتخاباتو ته پوره چمتووالى لري، خو د انتخاباتو کميسيون بايد ځينې ګونګ ټکي روښانه کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته