د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل

د کابل امنیتي چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې په کابل کې یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د پنجشنبې پر ورځ له غرمې مخکې په کابل کې یوه افغان پولیس درې بهرني ډاکټران ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاندحشمت الله ستانکزي مشال راډيو ته وویل، د کیور خصوصي روغتون یوه ساتونکي چې پولیس دی په دغو ډاکټرانو ډزې کړي او خپله هم ټپي شوی دی.

ښاغلي ستانکزي وویل، حمله کوونکی نیول شوی او تحقیقات ترې روان دي خو د دې کار علت یې نه دی معلوم.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي د دې پيښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او پولیسو ته یې ویلي چې ژر تر ژره دې دا پیښه وڅیړي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG