د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د چرسو لېږدونکي ونیول شول


د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه کسان، چې غوښتل يې یوه اندازه چرس ولیږدوي، د پیکب موټر سره یو ځای نیولي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دوه کسان، چې غوښتل يې یوه اندازه چرس ولیږدوي، د پیکب موټر سره یو ځای نیولي دي.

د سه شنبې ورځې ناوخته د خوست د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن د پولیسو د مخدره توکو پر ضد ادارې په انګړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د یوه اندازه چرسو د لیږدولو په تور د دوو مظنونیو د نیول کېدو خبر ورکړ.

محمدیعقوب بریمن زیاته کړه، چې نوموړي کسان يې د شمل دوه منده ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو عراده پیکب موټر سره یو ځای نیولي او مظنونیو څخه د دې قضیې په تړاو پوښتنې ګرویږنې پیل شوي دي:

((زموږ د مخدره موادو پرضد ادارې پولیسو په حدود تقریباً دوولس کیلو ګرامه خام چرس د دوه منده شمل ولسوالۍ په ساحه کې چې په یو پیکب موټر کې لېږدول کېدل او په ډېر ماهرانه توګه د موټر په دروازه او ټانکۍ پورې تړل شوي ول، زموږه د پولیسو لاسته ورغلل.د دې قضیې په ارتباط تاسو خپله ګورئ، چې دوه نفره دي، چې د پکیتا ولایت د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اوسیدونکي دي، د دې کار په تور نیول شوي دي، قضیه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.))

د یو بل خبر له مخې نن د سه شنبې په ورځ د خوست د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د خوست ولايت په ښار او شاوخوا سيمو کې د ملي پوليسو له خوا د ځانګړو چاڼیزو عملياتو په ترڅ کې د اوو تنو هغه ماين خښوونکو د نیول کیدو خبره شوې، چې د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې يې د خوست په ښار کې ماين چاودنې کولې او له کبله يې د ملي پولیسو سرتیرو او ملکي وګړو ته د سر او مال زیانونه واړول.

د یادونې وړ ده، د خوست چارواکي داسې مهال د ماین خښوونکو د شبکې د نیول کېدو خبره کوي، چې په خوست ښار کې وروستیو بم چاودنو خلکو سره په امنیتي لحاظ جدي انديښنې راپورته کړي دي.
XS
SM
MD
LG