د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پکتیکا کې ځانمرګی برید حقاني شبکې کړی دی'


د پکتیکا ځانمرګي برید کې یو ژوبل ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندی دی.
د پکتیکا ځانمرګي برید کې یو ژوبل ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

د پکتیکا ولایت د یحیا خېلو په ولسوالی کې د یکشبی پر ورځ ، په یوه ځانمرګي برید کې، پنځوس تنه وژل شوی او شاوخوا شپیته ټپیان شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په پکتیکا ولایت کې د یکشنبې ورځې ځانمرګی بمي برید حقاني شبکې کړی دی.

د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي نن په یوه خبرې ناسته کې د هغه کسانو نوم واخیست چې د برید پلان یې جوړ کړی و.

«قاري میر احمد چې په چوټا مصطفی مشهور دی، قاري عمري، ملارحیم الله چې په ملاکبیر مشهور دی، دوی د حقاني شبکې له خوا د نومول شوي والي تر مشرۍ لاندې په پکتیکا ولایت کې خپل ترهګر فعالیتونه کوي او د پکتیکا د شریفو خلکو ستر قاتلین دي چې خپله دوی هم د هماغه ولایت اوسېدونکي دي»

ښاغلي صدیقي وايي، چې دا حمله د اسماعیل په نوم یوه کس کړی.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې مشکوک کسان دې ملي امینت عمومي ریاست ته ورپېژني.

د پکتیکا ولایت د یحیا خېلو په ولسوالی کې د یکشبی پر ورځ ، په یوه ځانمرګي برید کې، پنځوس تنه وژل شوی او شاوخوا شپیته ټپیان شوی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان، بریتانیا، امریکا او کاناډا سفارتونو او دغه راز یوناما په کلکو ټکو برید وغانده.

XS
SM
MD
LG