د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې یو تن ماین خښوونکی ووژل شو


نن د شنبې ورځې په سهار د خوست مرکز اړوند د منګسو په سیمه کې یو تن چې غوښتل يې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پسې چاودلی او لاس په لاس وژل شوی دی.

نن د شنبې ورځې په سهار د خوست مرکز اړوند د منګسو په سیمه کې یو تن چې غوښتل يې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پسې چاودلی او لاس په لاس وژل شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر مشال راډیو ته وویل چې ماین خښوونکی د خوست د علیشرو د سیمې اوسیدونکی وو.نوموړي غوښتل چې نن سهار خواوشاه اووه بجې د منګسو د خوړ په سیمه کې سړک ته نږدې ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل ماین پسې وچاودېد او ووژل شو.

نوموړي وویل، چې کشفي ادارو د پيښې څېړنه پیل کړې تر څو له دې پيښې سره نور تړاو لرونکي کسان هم مالوم او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

یاده دې وي چې د پنج شنبې په شپه په خوست ښار کې بمي چاودنه شوې وه چې د ښوونځي یو تن زده کوونکی په کې وژل شوی وو او پنځه نور ولسي وګړي په کې ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG