د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد خبریالان وايي بخښنه کافي نه ده ، ددوی ځورونکي دي سزا وویني


د جلال اباد خبریالان
د جلال اباد خبریالان


په جلال اباد کې د ختيځو سيمو د لیکوالو او خبريالانو خپلواکې ټولنې د مجازاتو نه د خونديتوب د نړیوالې ورځې په مناسب د علامتي احتجاج په ترڅ کې د ننګرهار ولایت تر مطبوعاتي دفتر ورغلل او هلته يې خپلې غوښتنې له مسوولینو سره شريکې کړې.


په دې موقع د ختيځو سيمو د لیکوالو او خبريالانو ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

د جلال اباد خبریالان
د جلال اباد خبریالان


« که دولت غواړي چې خپلې پښې قوي کړي، لږ تر لږه باید د مجازاتو او مکافات فرهنګ باید راژوندی کړي. ژورنالست وهل شوی، ټکول شوی، زخمي شوی، د ډول ډول ستونزو سره مخامخ شوی خو کله چې چارواکو ته نوبت رارسیدلی، نو هغوی په يوازې بخښنه باندې هغه هر څه په سیند لاهو کړي دي. زه وایم چې که د مجازاتو فرهنګ راژوندی شي، نو يوازې د له ژورنالستانو سره بلکې له ولس سره، نو نو لږ تر لږه دغه قانوني حیثیت به په هيواد کې خپله راژوندی شي.»

په ننګرهار کې د ژورنالستانو د خوندیتوب ټولنې استازی استاد ببرک مياخيل په خپلو خبرو کې وويل، تر هغې چې قانون په چوکاټ کې د مکافاتو او مجازاتو سلسله رامنځته نه شي، د دوی غوښتنې به تر سره نه شي.


«په قانون کې زموږ ټولې خبرې تثبیت شوي دي، خو هغه څه چې زموږ په قانون کې نميګړتیا ده، هغه د پلي کيدو يا عملي کيدو برخه ده. زموږ زموږ غوښتنه له چارواکو نه دا ده چې دوی دې نور قانون پلی کړی. او د قانون د پلي کيدو لپاره چې د مجازاتو او مکافاتو سلسله رامنځنته نه شي، زموږ دا هيلې نه تر سره کيږي.»

د ننګرهار د والي وياند احمد ضیا عبدالزي وويل چې دوی تل هڅه کړې چې د ژورنالستانو ستونزو ته د پاي ټکي کيږدي.


« موږ د ټولو امنیتي ادارو لومړۍ درجه قوماندانانو ته د والي صیب په واسطه باندې دا پيغام ور رسولی دی چې هغوی خپلو مسوولینو ته ووايي چې دوی دې له رسنيو سره ښه چلند وکړي او هغه څه چې زموږ د دفتر پورې مربوطیږي هغه دا دي چې داسې يو حالات به رامنځته کوو چې تاسو په ډيرې اسانۍ سره وکولای شئ چې مالومات راټول کړئ، پرته له تشدد نه او پرته له زور زیاتي نه.»

پينځه کاله وړاندې په فليبين کې يوې سياسي ډلې ۵۸ تنه وتښتول چې ۳۲ په کې خبريالان وو چې بیا د فليپين په جنوب کې ووژل شول. د دغې پيښې عاملين نه محاکمه شول او نه هم د خپل عمل په سزا ورسول شول. له دې پيښې وروسته د ای فکس په نوم يوه نړيوال سازمان ( مجازاتو ته د پای ټکی کيږدئ ) تر عنوان لاندې يو کمپاين پيل کړ.

دغه سازمان چې د بیا ن د ازادۍ څخه دفاع کوي او اوسمهال د نړۍ په نوي ملکونو کې څانګې لري، له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې له دغه کمپاين نه د يوه پريکړ لیک په ترځ کې ملاتړ اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د نومبر په دويمه نيټه د دغه کمپاين ملاتړ وکړ، پوره شل ورځې دې کمپاين دوام وکړ او د نومبر درويشتمه نيټه يې د مجازاتو نه د خونديتوب د کلتور د له منځه وړلو نړيواله ورځ ونوموله.


XS
SM
MD
LG