د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا : ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


زوړ انځور
زوړ انځور

افغان چارواکي وايي د یکشنبې په مازیګر په پکتیکا ولایت کې د والي بال په یو لوبغالي کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د پکتیکا د ولایت ویاند مخلص افغان وايي په یحی خیلو ولسوالۍ کې د ولسوالیو په کچ لوبه روانه وه چې یو ناڅاپه د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځانمرګی برید وشو.

نوموړی وايي برید کونکی د لوبې د نندارچي په بڼه د خلکو منځ ته رسیدلی و او بیا یې ځان الوځولی دی. مخلص افغان زیاتوي :

(( د لوبې د نندارې لپاره ډیر زیات خلک جمع شوي وو، لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي او راپور لرو چې د اکثرو وضع د اندیښنې وړ ده. ))

د مخلص افغان په وینا د پېښې اکثره قربانیان او ژوبل شوي کسان ولسي خلک دي. نوموړی وايي دوی د مرکزي حکومت بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، ځکه د اکثرو ټپیانو د کابل روغتونونو ته د لیږدولو اړتیا لیدل کیږي.

دافغانستان پکتیکا ولایت د پاکستان سره په پوله پروت دی او دغلته د طالبانو واک زیات دی. دمشال راډیو د افغان څانګې خبریال داودتپان چې په سیمه کې دی وايي : د افغانستان د ملي اردو اکثره افسران او سرتیري هم د لوبې کتو ته ناست وو.

په سم لاسي توګه چا د پېښې پړه قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG