د دغه هوايي ډګر جوړېدل او پرانيستل له هغو پروژو څخه يوه وه، چې د اسلامي هېوادونو د تمدمن د پلازمېنې په توګه، د غزني د ټاکل کېدو په وياړ تر سره کېدې
خوست چې په کې دا مهال تر ۲۲ پورې خصوصي ښوونځي فعال دي او تر نهه زره ډېر زده کوونکي په کې زده کړې کوي، له دې کبله په ښوونیز بهیر کې یو ښه پرمختګ بلل کیږي
په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي ، که چېرې پر پوله [ډیورنډ لاین] څارنه زیاته شي نو وسله وال به په اسانۍ افغانستان ته ولاړ نه شي.
نن د ورځې یوولس بجې د خوست ښار په مرکزي برخه کې د خوراکي توکو په یو دوکان کې دوه پرله پسې بمي چاودنې وشوې، چې په کې دوه تنه ملي پولیس ټپیان شول.
د ننګرهار د غازي امان الله د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې او تاجکستان د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ سيالۍ د جمعې په ورځ پيل شوې.
دا کس ملا نورالله نومېږي، په قوم هوتک دی او د طالبانو د لسګونو کسانو قومندان دی.
که څه هم له یوې خوا ولایتي اداره وايي،هڅې يې پيل کړي،چې په ننګرهار کې د غیرې قانوني پیسو د اخیستلو مخنیوی وکړي،ولې بلې خوا د ساختماني موادو یو شمېر سوداګر او د دغو موادو د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي،چې اوس هم ترې په بیلابیلو لارو کې غيرې قانوني پیسې اخیستل کیږي.
د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوست-ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو په رینجر موټر پسې د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې شپږ تنه يې د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
د غزني د ځينو ولسواليو ولسوالان وايي، د ولسواليو د اوسېدونکيو يوه لويه برخه ځوانان يې د ولورونو په ګټلو پسې له هېواد وتلي چې ځينې يې په پرديو مزدوريو کې مري.
په خوست کې پر پنځه سوه بې وزله کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د نړیوال خوراکي سازمان او یونسیار له خوا پنځلس قلمه بیلابیل د خوراک، پوښاک او سونګ توکي وویشل شول،
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته