د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : د غزني هوايي ډګر پرانستل شو


د غزني د هوايي ډګر د پرانستل کېدو مراسم
د غزني د هوايي ډګر د پرانستل کېدو مراسم
کابل: تېره ورځ د غزني ملکي هوايي ډګر پرانيستل شو او له کابل څخه ورته يوه خصوصي هوايي شرکت الوتنې پيل کړې.

د دغه هوايي ډګر جوړېدل او پرانيستل له هغو پروژو څخه يوه وه، چې د اسلامي هېوادونو د تمدمن د پلازمېنې په توګه، د غزني د ټاکل کېدو په وياړ تر سره کېدې.

د غزني پر هوايي ډګر پرون په لومړي ځل د يوه خصوصي هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه راکښته شوه او ورسره دغه هوايي ډګر په رسمي توګه پرانيستل شو.

د دغه هوايي ډګر د جوړولو پرېکړه وروسته له هغه شوې وه چې غزنی په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي هېوادونو د تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو.

د غزني د هوايي ډګر د پرانستلو غونډه
د غزني د هوايي ډګر د پرانستلو غونډه
چارواکي وايي، تر دې وروسته به نه يوازې د غزني خلک په اسانۍ سره د هوا له لارې کابل ته سفرونه کوي، بلکې په خبره يې له دې سره به د ځينو سوداګرو هغه طعنې هم ختمې شوې وي، چې د غزني چارواکيو ته يې د ناامنيو په مخنيوي کې د پاتې راتلو له امله ورکولې.

د غزني والي موسي خان اکبرزاده وايي، خوند به هغه وخت وکړي چې د غزني دغه هوايي ډګر پر يوه نړيوال هوايي ډګر بدل شي.

"خدايه شکر چې په لومړي ځل د يوه خصوصي هوايي شرکت الوتکه د غزني پر ځمکه را کښته کېږي. زه د ټرانسپورټ او هوانوردۍ له مرستيال وزير څخه غوښتنه کوم چې دغه هوايي ډګر د يوه نړيوال هوايي ډګر په توګه خلکو ته ورپېژني. په دې توګه به د غزني او غزني ته د ورڅېرمه نورو ولايتونو اوسېدونکي چې په خليجي هېوادونو کې اوسي او غواړي د خپل کور بغل ته له الوتکې راکښته شي، وکولای شي چې په لنډ وخت کې خپلو کورنيو ته ورسېږي."

دا مهال يوازې د افق شرق په نامه د يو خصوصي شرکت الوتکې په اوونۍ کې غزني ته دوه الوتنې لري.

د دغو الوتنو يوه يې د شنبې او بله يې د چهارشنبي په ورځ ده.

د غزني هوايي ډګر
د غزني هوايي ډګر
​د افق شرق هوايي شرکت مسوول جاهد احمد عظيمي وايي، تر دې وروسته به هڅه کوي چې د غزني او نورو ولايتونو تر منځ هم الوتنې پيل کړي.

"يو کال او يوه مياشت وړاندې افق شرق هوايي شرکت په افغانستان کې الوتنې پيل کړې او په دوه مياشتې کې يې وکولای شوای چې د هېواد نهه ولايتونه سره وصل کړي. دا دی نن يې غزني ته هم الوتنې پيل کړې."

تر دې وړاندې د کابل کندهار د لويې لارې په اوږدو کې سړک ته د وسله والو راختل او د غزني ناامنۍ د دې لامل وې چې مسافرو نه پر دغه لاره په موټر کې تګ او نه هم دغه ولايت ته راتګ ته زړه ښه کاوه.

کېدای شي اوس به ځينې کسان له کابل څخه تر غزني پورې را رسېدو ته زړه نه خوري، خو له الوتکې تر کښته کېدو وروسته، د ناامنيو وېره لا هم پر ځای پاتې ده.
XS
SM
MD
LG