د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: چاودنې دریو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله


د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوست-ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو په رینجر موټر پسې د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.

نن چهارشنبه له غرمې مخکې یوولس بجې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوست-ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو په رینجر موټر پسې د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.


د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي اردو رینجر موټر د پېښې له سیمې څخه د تېریدو په حال کې وو، په دې پېښه کې د ملي اردو یو تن افسر وژل شوی او دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي، د سرچینې په وینا د ټپیانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

((نن د لسو بجو او پنځوسو دقیقو په شاوخوا کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ مربوط د مېلوۍ په سیمه کې د خوست-ګردیز د عمومي سړک پرغاړه زموږ د ملي پوځ په رینجر موټر پسې بمي چاودنه شوې، په پایله کې يې بیا هم په ډېر تاسف سره، چې د ملي اردو یو سرتیری په شهادت رسیدلی او دوه نور يې هم ټپیان دي، ټپیان په بیړني ډول د ملي اردو پوځي روغتون ته انتقال شوي، حالت يې د ډاډ وړ دی او د پېښې په تړاو هم جدي پلټنې پیل شوي دي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پېښې غندنه کړې او دا کار يې د سولې او هېواد د پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG