نن د ورځې یوولس بجې د خوست ښار په مرکزي برخه کې د خوراکي توکو په یو دوکان کې دوه پرله پسې بمي چاودنې وشوې، چې په کې دوه تنه ملي پولیس ټپیان شول.
د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې پېښې د ځای پر ځای شویو باروتو د چاودنې له امله رامنځته شوې.
نښلول
شریک کړئ
مبارز محمد ځدران
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:00:29
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
ځدراڼ د ټپي شویو سرتیرو روغتیايي حالت د ډاډ وړ وبله او ویې ویل، چې کشفي ارګانو د پېښې په سیمه کې پلټنې پیل کړي، تر څو مالومه کړي، چې څرنګه په نوموړي دوکان باروت ځای پر ځای شوي ول.
شیبه وړاندې په خوست ښار کې د دریمې بمي چاودنې غږ هم واوریدل شو، خو د خوست چارواکیو مشال راډیو ته وویل، چې د مالوماتو له راغونډولو وروسته خپل مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه د درې واړو پيښو په اړه کره ارقام نه دي راغونډ شوي، هڅه کوو د وروستۍ پيښې په اړه چې د غرمې دوولس بجې رامنځته شوه، د ځايي ادارې د مسوولینو نظر واخلو.
-
نجیب الله الوخېل
نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي.