د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: خصوصي ښوونځي هراړخیزو تګلاړو ته اړتیا لري


 په خوست کې د تعلیمي ودانۍ یو انځور
په خوست کې د تعلیمي ودانۍ یو انځور
نجیب الله الوخېل

خوست : په خوست کې د خصوصي ښوونځیو مسوولین او ښوونکي وايي، که چیرې مسوولې ادارې د حکومتي ښوونځیو په شان خصوصي سکټور ته هم پام ډېر کړي او دوی سره د ښوونیز نصاب په تکمیل، د ښوونکیو د ظرفیتونو په لوړولو، پر وخت د زده کوونکیو د اسنادو په انتقال او لومړنیو ټولګیو ته د خوراکي توکو په وېش کې دوی له پامه ونه غورځوي، خصوصي سکټور به ذ اوس په پرتله څو برابره ډېر پرمختګ وکړي او دا کار به د نوي نسل د یوې برخې په روزنه کې ګټور تمام شي.

خوست چې په کې دا مهال تر ۲۲ پورې خصوصي ښوونځي فعال دي او تر نهه زره ډېر زده کوونکي په کې زده کړې کوي، له دې کبله په ښوونیز بهیر کې یو ښه پرمختګ بلل کیږي، چې مسوولین يې نظم ته ډېره توجه کوي، همدارنګه زده کوونکي يې یو شان یونفورم اغوندي، سلیقه يې برابره وي، د درسي ساعت په پیل کې شاګردانو ته د زده کړو اداب بیانیږي، ترانې او مقالې لولي او په پای کې پر لیکو ټولګیو ته ننوځي، چې دا کار د نورو خلکو د هڅونې لامل ګرځي.

د خصوصي سکټور د مسوولینو په وینا، که څه هم په خوست په وروستیو دریو کالونو کې یاد سکټور په بې ساري ډول پرمختګ کړی، ولې په ځینو مواردو کې که چیرې د معارف چارواکي پاملرنه ډېره کړي نو په یاده برخه کې به بلا ډېر پرمختګونه رامنځته شي او په حکومتي ښوونځیو به د زده کوونکیو هجوم راکم شي.

د ولس غږ خصوصي لیسې د زده کوونکیو د کالنیو نتایجو غونډه
د ولس غږ خصوصي لیسې د زده کوونکیو د کالنیو نتایجو غونډه
​د خصوصي ښوونځیو د چارو د تنظیم مدیر میرنواز حیدري پوهنې وزارت ته د خصوصي برخې د پرمختیا له پاره د یو جامع پالیسۍ او دورنما وړاندیز کوي، هغه وايي په خصوصي سکټور کې په پټه خارجي نصاب تدریسیږي، ډیری ښوونکي يې بهرنیان دي، چې د هغوی تحصیلي اسناد ارزیابي شوي نه دي، او د اوسیدو او کار جوازونه نه لري:


ًپه خوست کې خصوصي لیسو ځني څانګې خلاصې کړي دي، چې هغه رسمیات نه لري، بل دا چې ډیری ګمارل شوي بهرني استادانو اسناد نه دي ارزیابي شوي، په ثانوي دوره کې باتجربه او ورزیده ښوونکي په خصوصي برخه کې نشته، په ښوونځیو کې په پټه خارجي نصاب تدریسږي، په همدې اړه زما هیله د پوهنې د محترم وزارت څخه دا ده، چې د خصوصي سکټور د چارو د بهبود له پاره یوه سالمه او جامه پالیسي او یوه ښه دورنما ولريً.

په خوست کې د یو خصوصي ښوونځي د امتیاز خاوند څېړنوال بسم الله حقمل وايي، چې مسوولین باید د حکومتي سکټور په شان خصوصي برخې ته هم پام ډېر کړي، تر څو د ښوونې او روزنې دا برخه هم ښه وغوړیږي:

ًلکه څرنګه چې په دولتي ښوونځيو کې ښوونکیو ته سیمنارونه جوړیږي، ظرفیتونه يې لوړیږي او د هغو له پاره اوږدمهاله او لنډمهاله کورسونه دي، سیمنارونه دي، د دې زمینه باید خصوصي ښوونځیو ته هم مساعده کړي، د معارف توجه دې لوري ته لږه ده حتا اسناد پر خپل وخت نه تبادله کیږي. لومړنیو ټولګیو ته په دولتي مکاتبو کې خوراکي توکي ورکول کیږي، زما پېشنهاد دادی چې باید د مور او میرې سلوک ونه شي، په خصوصي مکاتبو کې دې هم توزیع کیږي، تکراراً هیله کوم، چې وزارت معارف او په ټوله کې مسوولین باید خصوصي سکټور ته ډېره توجه وکړيً.

د خصوصي ښوونځیو یو شمېر نجونه زده کوونکې په خصوصي سکټور کې زده کړې ګټورې بولي او وايي، چې په لږه موده کې يې ډېرې زده کړې کړي دي:

۱-نوم مې عالیه دی، د ولس غږ عالي خصوصي لیسې زده کوونکې یم، هغه درسونه چې موږ پخوا په څلورو کالونو کې لوستي ول هغه مو دلته په څلورو میاشتو کې زده کړل، موږ ته په دې ځای کې د زده کړې شرایط ډېر ښه برابر دي، ښوونکي پوره دي او موږ ته ډېر ښه درسونه لولي، ډېر لایق هم دي.

۲-نوم مې غوټۍ ده او په شپږم ټولګي کې زده کړې کوم، کمپیوټر، انټرنیټ او لابراتوار او داسې نور شیان چې په حکومتي مکتبونو کې نه وو، کله مې چې په دې ځای کې دوه میاشتې پوره شوې، نو ما ډېر څه زده کړل او په ډېره شیانو وپوهېدم.

۳-برېښنا ځدراڼ یم، زموږ مدیر صیب چې دی په ټولو ټولګیو ګرځي او زموږ درسي جریان ویني، دلته زموږ وخت بیخي نه ضایع کیږي او ټول ساعتونه مو ډک وي.

د ولس غږ خصوصي لیسې د زده کوونکیو د کالنیو نتایجو غونډه
د ولس غږ خصوصي لیسې د زده کوونکیو د کالنیو نتایجو غونډه
​د خوست د بوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي مشال راډیو سره په خبرو کې تر یوه بریده د خصوصي سکټور د چارو د ښه والي له پاره یاد وړاندیزونه پر ځای بولي، خو وايي دوی په دې وروستیو کې ډېرې هڅې کړي، تر څو خصوصي ښوونځي په بشپړ ډول افغاني چوکاټ ته ولویږي:

ً موږ منو چې پخوا په ځینو خصوصي ښوونځیو کې بهرنۍ نصاب تدریسیده، خو تر ممکنه حده اوس د دې مسلې مخنیوی شوی او موږ د نظارت او تفتیش په واسطه د دې بهیر څارنه کوو، د بهرنیو ښوونکیو د اقامت او تعلیمي اسنادو په برخه کې هم ډېرې ستونزې هوارې شوي دي، د تعلیمي نصاب د وېش په اړه د پوهنې د ولایتي ادارې له خوا تیاری څرګند شوی، ولې تر اوسه دوی خپلې غوښتنې نه دي منسجمې کړيً.

ًپاتې شوې دوې خبرې یوه جامع پالیسي خلک خپل اولادونه د دې له پاره خصوصي سکټور ته لیږي، چې انګلیسي، کمپیوټر او یو نړیوال نصاب ولولي، موږ هم وړاندیز لرو، چې د خلکو غوښتنې دې په پام کې ونیول شي، که داسې وشول زه په ډاګه وایم چې موږ به په دې برخه کې ستونزې ونه لرو، د خوراکي توکو وېش هغه د نړیوال خوراکي سازمان پالیسي همدا ده، چې د حکومتي سکټور زده کوونکیو ته یې ورکوي او که دوی يې خصوصي ښوونځیو ته هم وغواړي موږ په دې برخه کې هم ستونزه نه وینوً.

د یادونې وړ ده که څه هم په خصوصي سکټور کې زده کړې تر نهمو ټولګیو پورې ګټورې دي، خو د لوړو ټولګیو له پاره ښوونکي نه شي موندلای نو له همدې کبله د خصوصي سکټور د فارغینو پایلې د کانکور په ازموینو کې مطلوبې نه وي، د کتونکیو په وینا د پوهنې چارواکي د خصوصي برخې د لوړو ټولګیو د ښوونکیو د ګمارنې بهیر او وړتیاوې په کلکه وڅاري.
XS
SM
MD
LG