د پاکستان وزیراعظم نواز شريف په واک کې تر راتلو وروسته په لومړي ځل د شنبې په ورځ د افغانستان د یو ورځنۍ دورې پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړپوړو افغان چارو واکو سره لیده کاته کړي دي
افغان ولسمشر حامد کرزي خبري غونډې ته وویل چې ً هیله مو دا ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې داسې یو حد ته ورسېږي چې دواړه هیوادونه په پوره امن او بهترین اقتصادي ماحول کې ژوند وکړي
افغان چارواکي وايي، چې د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ په لواړه کې په یوه غونډه کې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ اختلاف پیدا شوی او د دواړو ډلو تر منځ جګړه شوې ده، چې د دواړو لورو له خوا ۱۵ وسلوال وژل شوي او د دوی شپږ عرادې ګاډي هم سوځیدلي دي.
افغان ولسمشرله مشال راډیو سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ چې؛ که امریکا وغواړي افغانستان ته ډېر ژر سوله او امنیت راتلی شي.
ازاد خبریال مالي خان یعقوبي له افغان دولت غوښتنه کوي، چې د وژل شویو خبریالانو په قضیو دې کار وشي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري
په افغانستان کې د امريکا سفير د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته په يوه اعلاميه کې له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د بلې میاشتې تر پای مخکې دې د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتي سند لاسلیک کړي. جيمز کننګم زياته کړه: د لويې جرګې [د یکشنبې ورځې] فیصله له امريکا او نړيوالو اتحادیانو
که څه هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د څيړلو لپاره راغوښتل شوي لويې جرګې له ولسمشر غوښتنه کړي
د جرګې په دویمه ورځ مو د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره خبرې وکړې؛ دوی ویل چې، د جرګې اکثره غړي له دې سند سره موافق دي او امکان شته چې تایید شي.
ښاغلي کرزي همدا راز وویل چې؛ په امنیتي تړون کې یوه بله د اختلاف موضوع د امریکايي ځواکونو د قضايي صلاحیت ساحه ده.
د بشري حقونو څار ډلې په رپورټ کې ويل شوي، په ځينو مواردو کې داسې شوي چې د يوې افغان کډوالې کورنۍ مشران افغانستان ته تللي او ماشومان ترې په ايران کې پاته وي.
دغه تړون زموږ د ملت او هیواد په ګټه دی، زموږ په ګاونډ کې داسې هیوادونه شته چې دافغانستان پرمختګ او دلته امنیت نه غواړي
ن نږدې درې بجې د خیرکوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د واټ تر غاړې ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته