د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پولیسو شپږ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې شپږ تنه يې د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې شپږ تنه يې د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي، همدارنګه یو عراده کرولا موټر چې د ناپیژاندو وسلوالو له خوا تښتول شوی وو، د پولیسو له خوا د تښتونکیو نه د بېرته نیول کیدو وروسته د موټر اصلي مالک ته وسپارل شو.


دوی زیاتوي، چې په ښار کې په لسګونو د موبایل تلیفونونو داسې سیم کارتونه د پولیسو له خوا نیول شوي، چې هغه ثبت او راجسټر نه لري، او د یادو سیم کارتونو په واسطه حکومتي مامورین او شتمن خلک تهدیږي او ډیری جرمونه د دا ډول تلیفوني نمبرو د کارونې په مرسته ترسره کیږي.

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت د دوشنبې ورځې ناوخته مهال مشال راډیو ته وویل، چې پولیس به خپلې دا ډول هلې ځلې لا زیاتې کړي:

((تاسو بیا هم د دې شاهد یاست چې د خوست د امنیه قوماندانۍ پولیسو د خلکو په همکارۍ سره د دولتی ارګانو سره په کامله همغږۍ کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د هغې له جملې نه تاسو وینئ، چې څو تنه چې د جرمونو په اجراء باندې متهم شوي وو نیولي دي، یو عراده موټر دی، چې تاسو ولیده، دغه موټر د وسلوالو غلو له خوا زموږ د یو تن ګران هېوادوال څخه تښتول شوی وو، کله چې پولیسو ته اطلاع رسیږي، پولیس په عین وخت کې ځان محل دې واقعې ته رسوي، نو کله چې غله ویني، چې پولیس دوی پسې په ورسیدو دي، موټر يې خوشي کړی وو او دوی تښتیدلي ول.همدارنګه په حدود لسو کیلو چرس دي، چې زموږ قهرمانو پولیسو نیولي دي، خودسازه شراب دي، دغه سیم کارتونه دي، جې تاسو یې وینئ، دغه ثبت شوي نه دي، په غیر قانوني توګه پلورل کېدل، د دغو کسانو له خوا، تاسو پوهېږئ چې دغو سیم کارتونو نه په مختلفو برخو کې ناوړه استفاده کیږي، په دې باندې خلک تهدیدیږي، خلک ځورول کیږي.))

خوست امنیه قوماندان زیاتوي، چې خلک اوس په دې خبره پوهیدلي، چې پولیس د دوی خدمتګاران دي او له همدې کبله د خلکو د همکارۍ له لارې په امنیتي حالت کې ښه والۍ راغلی دی:

((طبعاً تاسو وینئ، چې د خوست امنیه قوماندانۍ زړور پولیس هره ورځ لاسته راوړنې لري، خلک په دې باندې پوهه دي، چې پولیس زموږ خدمتګار دي، خلک زموږ د پولیسو سره همکاري کوي، دا په طبعي ډول د امنیت پر حالت باندې ډېر تاثیر لري.))

عامل چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او موټر يې پولیسو د وسلوالو غلو څخه ژغورلی، د خپل موټر د ترلاسه کولو پر مهال د پولیسو همکاري او چټک فعالیت وستایه:

((عامل نومېږم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی یم، ګهیځ کله چې له کوره ووتم، نو د سړک پر غاړه غله رامخته شول، کله يې چې زه له موټره راکوز کړم پیسې يې راڅخه واخیستې، تلیفون یې راڅخه واخیست او هر څه يې رانه یووړل.زه د پولیسو د همکارۍ نه ډېره مننه کوم، قوماندان صیب موږ سره ډېره همکاري وکړله، چې لاس په لاس يې پولیس او رینجرې راولېږلې، د غلو په تعقیب پسې مخته راسره ولاړل، غلو نه يې موټر راخلاص کړ، د ماښام په شپږو بجو یې موټر د غره نه راکوز کړ.))

د یادونې وړ ده مخکې په خوست ښار کې ښاریانو د موټر تښتونو، هدفي وژنو او د نشه يي توکیو د کاروبار نه شکایت لاره، خو پولیسو په دې وروستیو د دغو کارونو د مخنیوي له پاره هڅې ډېرې کړي دي.
XS
SM
MD
LG