د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې له ودانيزو توکو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي


که څه هم له یوې خوا ولایتي اداره وايي،هڅې يې پيل کړي،چې په ننګرهار کې د غیرې قانوني پیسو د اخیستلو مخنیوی وکړي،ولې بلې خوا د ساختماني موادو یو شمېر سوداګر او د دغو موادو د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي،چې اوس هم ترې په بیلابیلو لارو کې غيرې قانوني پیسې اخیستل کیږي.

که څه هم له یوې خوا ولایتي اداره وايي،هڅې يې پيل کړي،چې په ننګرهار کې د غیرې قانوني پیسو د اخیستلو مخنیوی وکړي،ولې بلې خوا د ساختماني موادو یو شمېر سوداګر او د دغو موادو د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي،چې اوس هم ترې په بیلابیلو لارو کې غيرې قانوني پیسې اخیستل کیږي.


دوی د همدې ستونزې په غبرګون کې د چهار شنبې په ورځ د جلال اباد ښار بهسود پل ته څيرمه راټول شوي و او د یوه لاریون په ترڅ کې له ولایتي ادارې وغوښتل،چې د دوی ستونزه ورته آواره کړي.

دوی وايي کله،چې ودانیو لپاره شګی،تیګي یا نور هغه توکي،چې د ودانیو په رغولو کې ترې ګټه اخیستل کیږي انتقالوی د قانوني ټکس پرته ځينې شخصي ټيکه داران ترې پيسې اخلي:

"نوم مې زهیرالله دی،موږ نه چې پیسې اخلي یو عبدالهادي نومیږي،یو ګل کریم نومیږي،یو موسی دی او بل حاجي زلمی دی،دا څو زورواکي راغونډي شوي او د هرې لارې په سر دوه دوه سوه کلدارې اخلي،موږ ټرانسپورت او ټرافیکو ته قانوني پیسې ورکووي بس دوی هسې پیسې رانه اخلي.

حکمت خبرې کوم،موږ باندې د ښاروالي لخوانه پینځه ویشت افغانۍ حق دی،خو کله،چې شخصي ټیکدارانو ټیکه نیولې ده،دوی موږ نه دوه سوه کلدارې یو ځای اخلي او پنځوس افغانۍ رانه بل ځای اخلي،دا حصارشاهي کمپ نه چې راځو،کمبو خوړ نه چې راځو یا دکامې خوانه چې راځو بس دغه خلک راته لارو کې ناست دي او پیسې اخلي،چې ترې نه ځي نو ډزې يي هم راباندې کړي او ان کله کله راته د موټر شیشې هم ماتې کړي دي.

دا خلک د معدن پورې مربوط دي دوی باید له معدن څخه پیسې واخلي،استخراج يي معدن سره کیږي دغه شخصي زورواکي ددې پر ځای،چې له معادن څخه پیسې واخلي ډریور وهي سپکې سپورې هم ورته کوي"


بلخوا د ننګرهار ولایتي اداره وايي،دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي،چې له موټر چلوونکو او یا هم له سوداګرو څخه غیرې قانوني پیسې واخلي.

د ولايت ویاند احمدضياعبدالزی وايي دا موضوع ولایتي ادارې څېړلې او په خبره يې،چې د معادن وزارت لخوا دعایدو د ترلاسه کیدو لپاره ټاکلې اندازه تعینه شوې او که چېرې په کوم ځای کې له موټرو څخه له یادې اندازې څخه زیاتې پيسې واخیستلې شي نو هغه مجرمین دي او ولایتي اداره به ورسره قانوني چلند وکړي:

"د دوی پر موضوع موږ جلسه ونیوه د معدن رييس د شخصي قراردادیانو مسولین مو هم راوغوښتل،خو په اصل کې د معدن وزارت د پالیسې له مخې د هېواد د عاید د لوړ والي لپاره له شګو او کاڼو یا نورو موادو په سر باید پیسې واخیستل شي،په لایحه کې راغلي،چې د تیګې نه في میرت مکعب پینځه دیرش افغانۍ واخیستل شي او د شکې په سر في میتر مکعب پینځه څلویښت افغانۍ واخیستل شي خو که چېرې له دې اندازې نه پیسې زاتې واخیستل شي ولایتي داره به يي پر وړاندې اقدام کوي"

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د نوي والي راتګ سره سم په دې ولایت کې د نورو برخو تر څنګ د ناقانونه پیسو داخیستلو د مخنیوي په برخه کې هم یو کميسیون جوړ شوی او په هره برخه کې،چې ناقانونه پیسې اخیستل کیږي دوی به يې مخه نیسي،ولې تر اوسه د یاد کمیسیون له لورې داسې کومه لاسته راوړنه نه ده اعلان شوې،چې ددې مشکل په تور دې څوک نیولي وي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG