د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوست-ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو په رینجر موټر پسې د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې شپږ تنه يې د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
د غزني د ځينو ولسواليو ولسوالان وايي، د ولسواليو د اوسېدونکيو يوه لويه برخه ځوانان يې د ولورونو په ګټلو پسې له هېواد وتلي چې ځينې يې په پرديو مزدوريو کې مري.
په خوست کې پر پنځه سوه بې وزله کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د نړیوال خوراکي سازمان او یونسیار له خوا پنځلس قلمه بیلابیل د خوراک، پوښاک او سونګ توکي وویشل شول،
په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال وايي؛ "يو. اين. اېچ. سي. آر" دي يې د مهاجرت کارټونه ور نوي کړي، ځکه چې وايي پوليس يې تر وخت تېر کارټونه نه مني او نيسي يې.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د سړي تښتونکیو یوه وسلواله ډله نیولې.
د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې وسلې او شپږ زره کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيول شوي دي.
سېنېټر افراسیاب خټک وایي، دا د پاکستان او افغانستان د پارلماني غړو یولسمه غونډه ده او دا تشې غونډې دي بلکې د دواړو هېوادونو پارلماني غړي د همدغونډو خبرې خپلو پارلمانونو ته د لا نور بحث لپاره وړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې؛ پولیس به ډير ژر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له یوې ښځې سره د تاوتریخوالي عاملين نیسي.
دامریکې دفاع وزیر کابل ته د سفر او د خپل افغان سیال بسم الله محمدي سره تر لیدلو وروسته باور وښود، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به لاس لیک شي
د ننګرهار والي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې د کميسيون پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت خلک تر ډيره بريده له دغې ناوړه عمله ليرې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته