د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بې وزله کورنیو سره د ژمنیو توکو مرستې وشوې


په خوست کې پر پنځه سوه بې وزله کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د نړیوال خوراکي سازمان او یونسیار له خوا پنځلس قلمه بیلابیل د خوراک، پوښاک او سونګ توکي وویشل شول،

په خوست کې پر پنځه سوه بې وزله کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د نړیوال خوراکي سازمان او یونسیار له خوا پنځلس قلمه بیلابیل د خوراک، پوښاک او سونګ توکي وویشل شول، په یاد ولایت کې یو شمېر بې وزله او غریب خلک په ژمي موسم کې د ورته مرستو د دوام غوښتنه کوي.



د نړیوال خواکي سازمان او یونسیار د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بهر نه راستنې شوې او د خوست د یوې سیمې نه بلې سیمې ته بې ځایه شوې په سلګونو کورنۍ موجودې دي، چې د ژوندانه له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي او تل يې د حکومتي ادارو او مرستندویه موسسو څخه د مرستو غوښتنې کړي دي.

ډیری دا ډول کورنۍ خوست ښار ته په نږدې سیمو او یو شمېر هم په ولسوالیو کې میشتې دي، چې په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې يې ستونزې لاپسې ډېریږي، دوی د ژمي په رارسیدو د سونګ توکو او د خوراک او پوښاک د وسایلو په برخه کې مرستې غواړي.

همدې اړتیاوو ته په کتو دبیړنیو پېښو د کمیټې په وړاندیز د یونیسیار له خوا د پوښاک وسایلو، کمپلو او خیمو او د نړیوال خوراکي سازمان له خوا خوراکي توکي، چې ټول پنځلس قلمه مواد کیږي، په خوست ښار او دوو ولسوالیو کې پنځه سوه هغه کورنیو ته چې له بهره راستنې شوي او یا د خوست په دننه کې بې ځایه شوي دي او له اقتصادي تنګسیا سره مخامخې دي وویشل شول.

د کډوالو چارو رئیس صوات ګل خوستي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته د مرستو د وېش په ځای کې وویل، چې هڅه مو کړې تر څو په رښتیا هم اړې او بې وزله کورنۍ په نښه او دا مرستې ورته وویشو:

((نن ورځ د یو تعداد مستحقینو له پاره مرستې دلته چمتو شوي دي، چې د وېش لړۍ یې پیل شوه، دغه مرستې د یونسیار له طرفه غیر خوراکي تو کي او د WFPله خوا خوراکي توکي دي، دا یوه ډېره ښه مرسته ده، په دې کې ډېر د عالي کیفیت مواد شامل دي، پنځه سوه کورنیو ته د خوست په مرکز او په دوو ولسوالیو کې چې هغه یوه د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي ده او بله هم د ځاځي میدان ولسوالي ده، په دې پروګرام کې شاملې دي، چې پنځه سوه کورنۍ به ورنه مستفیدې شي.))

د صوات ګل په وینا هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو غنم، اتلس کیلو دال، ۴ کیلو ګاز او ډبه يې، ۱۲ کیلو بسکټ، یوولس کیلو نباتي غوړي، همداشان درې کمپلې، دوه تختې ترپالونه، صابون، لمريز څراغ، روغتيايي سامان الات،د نارينه وو څادر، د ماشومانو او ښځينه وو له پاره جاکټونه او نور ژمني توکي ورکول کیږي.

دا چې دغه مرستې به د بې وزله کورنيو تر کومه اړتیاوې او ضرورتونه پوره کړي، په اړه يې د یادې مرستې څو تنو ترلاسه کوونکیو داسې وويل:

((زه د ورغه کلي اوسیدونکی روپیه ګل یم، زه د ټولو موسساتو نه ډېر خوشال یم، زموږ په شان غریبانو سره همداسې نور کمکونه هم وشي، دا مرستې زموږ له پاره کافي نه دي، موږ غوښتنه لرو، چې نورې مرستې باید هم وشي، د موسساتو نه دا غوښتنه لرو، چې خوار او غریب سره باید کمک وشي.

۲-سلام بي بي، موږ د دې دولت نه غوښتنه کوو، چې د خوار، ذهیر، کونډې او یتیم غم وشي، زه د خدای نه سیوا بل هېڅوک هم نه لرم، موږ سره چې مرستې وشي نو ډېره به ښه وي، په دې مرستو کې کمپلې، بسترې، جمپر، سلنډر، غنم، چڼې دالونه او هر شی په کې دي.))


د خوست مرستيال والي او د اضطرار کمېتې مشر عبدالواحد پټان مشال راډیو سره په خبرو کې له اړوندو ادارو او مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د بې وزله راستانه شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې ته راودانګي، ځکه هغوی د ژمي په دې یخو شپو ورځو کې د خوراک، پوښاک او سونګ توکي نه لري:

((له کمک کوونکیو موسساتو نه هیله لرم چې نور هم کمکونه وکړي، موږ چې کومه سروې کړې وه د هغه حتا درې برخې تر اوسه پاتې دی، په جریان د ژمي کې باید دې ټولو سره کمکونه وشي، همداسې پاتې نه شي ځکه موږ داخلي بې ځایه شوي کسان بیخي زیات لرو، یو تعداد ډېر له خارج نه راستانه شوي خلک لرو او یو تعداد موږ هغه بې وزلي کسان لرو، چې هغه د دط مستحق دي چې ورسره مرسته وشی، لږ تر لږه په ژمي کې د دوی څه نا څه لاسنیوی وشي.))

د یادونې وړ ده، سره له دې چې پخوا هم د یو شمېر ادارو او موسسو له خوا مرستې ویشې شوي، خو ډیری بې وزله او غریبو خلکو یې د وېشنې پر بهیر نیوکې کړي او ویلې يې دي، چې د مرستو په تقسیم کې مستحقین او اړمن خلک په پام کې نه نیول کیږي.
XS
SM
MD
LG