نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
هلته موجودو پوليس افسرانو په روغتون کې پر علي وزير د بريد د ادعا په اړه مشال راډيو ته هېڅ و نه ويل. مشال راډیو د سيند حکومت له وياند مرتضا وهاب او د اطلاعاتو له صوبايي وزير شرجيل انعام مېمن سره هم د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.
دا امر سپیکر راجا پروېز اشرف، چې د پيپلز ګوند غړی دی، د جون پر ۲۲مه د محسن داوړ په مشرۍ د قامي اسمبلۍ د ځینو غړو له خوا تر درخواست دایرولو وروسته کړی دی.
د کراچۍ پوليسو سي ټي ډي تر اوسه د دې ادعاوو او د لادرکه بلوڅانو په اړه څه نه دې ويلي. په تېرو وختونو کې پولیسو د خلکو تر غيبېدو وروسته د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمې درج کړي خو د ډېرو یې څه نتيجه نه ده راوتلې.
د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې فعالان بې وزله خلکو ته په کمو پیسو خواړه ورکوي. د دسترخوان منتظمین وايي چې د ګرانۍ له زیاتېدو سره ګڼ کسان د ارزان بیه خوړو اخیستو ته ورځي. دوی وايي، دا کار ځکه کوي چې خلک خیر و نه غواړي. د سیمې بې وزله اوسېدونکي دا نوښت ستايي. ویډیويي رپورټ.
پر دغه څوکۍ د ۲۵ نوماندانو تر مينځ مقابله وه چې د متحده قومي مومېنټ پاکستان محمد ابوبکر، د تحريک لبيک پاکستان شهزاده شهباز، د پاکستان پيپلز ګوند ناصر رحيم او د پاکستان سرزمين ګوند پر نوماند شبير احمد قايمخاني سربېره د نورو سياسي ګوندونو او ازاد نوماندان شامل ول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د قاضي طاهر مسید په خوشې کېدو خوښي ښوولې او پر ټوېټر یې ليکلي چې نوموړي ته د "عمر قيد سزا د داسې يوې مظاهرې په بنسټ اورول شوې وه" چې هغه "پکې موجود هم نه وو."
د نفیس نعيم د تښتول کېدو ويډيو پر سوشل ميډيا هم خپره شوې ده. په دې ويډيو کې ښکاري چې په ساده کپړو کې څو کسان نفیس نعيم ګاډي ته په زوره خيژوي.
د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ د جون پر ۱۴مه پر ټويټر پاڼه د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې يو "ښه خبر" بللی.
په کراچۍ کې فعالانو او د بلوڅانو یووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټي) د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره لاریون او مظاهره کړې ده. د جون ۱۲مې احتجاج ته ګڼ خلک ورغلي ول چې په وروستیو کې یې د ورکو شویو زده کوونکو ترڅنګ د نورو لادرکه بلوڅانو د موندلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کوله.
د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې په دې وروستیو کې په ساده جامو کې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي او لا یې هم څه درک نه دی معلوم.
د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په دې هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي.
پولیسو په ۲۰۱۹ز کال کې پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې مقدمه درج کړې وه چې پکې پر هغوی د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې نوموړی او غورځنګ یې ردوي.
د سيند پوليسو د پاکستان تحريک انصاف د کراچۍ مشرانو پرضد په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰ زياتې مقدمې دایرې کړې دي.
د وزیر وکیل قادر خان د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، سرکاري وکیل د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ عدالت ته حاضر نه شو نو ځکه قاضي د ضمانت پر درخواست اورېدنه وځنډوله.
شهباز شریف دا څرګندونې، د مې پر ۲۰مه، په کراچۍ کې د تاجرانو ټولنې ته کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د صبر او زغم څخه دې کار واخلي، ځکه چې د هغه په وینا حکومت لاس په کار دی او اړین اقدامات یې پیل کړي دي.
د علي وزير وکيل قادر خان ايډوکېټ د مې پر ۱۴ مه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه په کال ۲۰۱۸ز کې دکراچۍ په بوټ بيسن تاڼه کې درج شوې وه او تر دې مخکې ورته پولیسو په دې اړه څه نه وو ويلي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د تاوتریخوالي او نښتې هغې پېښې ضد لاریون وکړ چې پکې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰ ژوبل شوي ول. په ۲۰۰۷ز کال کې د چيف جسټس محمد افتخار چودري د بحالۍ لپاره وکيلانو تحريک پيل کړی وو چې سیاسي ګوندونه هم ورسره ملګري شوي ول. پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف نوموړی له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې تحریک پیل شو. پر هغه ورځ چودري کراچۍ ته سفر لاره چې د تاوتریخوالي پېښه وشوه. متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) ګوند د مشرف د حکومت برخه وو او په سیند کې واکمن وو. سیاسي ګوندونه د مرګ ژوبلې لپاره اېم کیو اېم ملامتوي چې هغه ګوند یې ردوي خو اوسني مشر یې په ۲۰۲۱ز کال کې په کوټه کې د مې ۱۲مې پر پېښې بښنه غوښتې وه. د هغې پېښې په تړاو اوس هم ۲۰ مقدمې په عدالتونو کې دي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ