د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې تر ځانمرګي بريد وروسته چينايي ښوونکو پاکستان پرېښود


مدني فعالان د اپريل په ۲۶مه په کراچۍ کې د وژل شويو لپاره شمعې بلوي
مدني فعالان د اپريل په ۲۶مه په کراچۍ کې د وژل شويو لپاره شمعې بلوي

د اپريل په میاشت کې پر چينايانو تر خونړۍ حملې وروسته، په کراچۍکې د چينايي ژبې ښوونکي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د چارواکو په وينا دا استادان د اپريل په ۲۶مه نېټه د يو بلوڅې ښځې تر ځانمرګي بريد وروسته چين ته تللي دي. په دغه حمله کې چې ذمه واري یې له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي په غاړه واخیسته، د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور مرکز درې استادان او د هغوی پاکستانی ډرايور وژل شوی وو.

د کنفیوشیس سنټر په نامه د دغه مرکز پاکستاني مشر، ډاکټر ناصر الدين خان د مې په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې يوه ورځ مخکې ۱۱ چينايي استادانو پاکستان پرېښود. هغه زیاته کړه: "دې استادانو د کراچۍ پوهنتون په کنفوشيس انسټيټوت او اين اې ډي پوهنتون کې يې د چينايي ژبې تدريس کاوه. دوی خپل حکومت وربللي دي. د زده کوونکو لپاره موږ اندېښمن يو. په راتلونکو لسو يا پينځلسو ورځو کې به روښانه شي چې څه بايد وکړو."

موږ يو ناڅاپه خبر شو چې چينايي استادان روان دي
ډاکټر سروش لودهي

ډاکټر ناصرالدین خان وويل چې د استادانو د بيا راتګ په اړه څه نه شې ويلی او دا مسله به د پاکستان حکومت او په اسلام اباد کې د چين سفارت په کچه هواريږي. که څه هم د پاکستان حکومت او دغه سفارت د چينايي استادانو د وتلو په اړه څه نه دې ويلي خو اوس کنفوشيس انسټيټوت بند کړل شوی دی.

دکراچۍ اين ای ډي پوهنتون کې هم دچینایي ژبې زده کړې کيدلې. د دې پوهنتون وایس چانسلر، ډاکټر سروش لودهي دمې په ۱۶مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د مې په ۱۵مه ناڅاپه مونږ خبر شو چې چینايي استادان بیرته چين ته روان دي. "موږ اوس د چينايي ژبې د زده کړې څانګه تړلې ده ځکه چې استادان یې تللي دي. اوسمهال انلاین زده کړې کیدلی شي خو دا هم ممکنه ده چې له چين څخه نور استادان راشي."

د پاکستان بهرنيو چارو وزيربلاول بوټو زرداري د مې په ۱۳مه په اسلام اباد کې په کراچۍ کې د بلوچ ليبرېشن ارمي په ځانمرګي بريد کې د وژل شويو چينايانو په ياد کې جوړې شوې د غمرازۍ غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې دا پر چين - پاکستان دوستۍ بريد دی او ويلي یې وو چې حمله کوونکو ته به مثالي سزا ورکوي.

په پاکستان کې د چيني ژبې د زده کړې لپاره تر ټولو لومړۍ په کراچۍ پوهنتون کې کنفيوشس انسټيټوټ په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی وو اوبيا د هېواد په نورو تعليمي ادارو کې هم د کنفيوشس په نامه ۵ چينايي کلتوري مرکزونه جوړ شول. دا مرکزونه پر کراچۍ سربيره اسلام اباد، لاهور، سرګودها او فیصل اباد کې دي.

د څيړنيز مرکز، پاکستان - چاینا انسټيټيوټ تر مخه دا وخت په پاکستان کې شاوخوا ۳۰ زره پاکستانيان په بېلابېله کچه د چينايي ژبې زده کړې کوي.

کراچۍ کې د وژل شویو چینایانو وروستي مراسم وشول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

XS
SM
MD
LG