د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ناڅرګنده کسانو د هندوانو پر مندر بريد کړی


په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د هندوانو پر مندرونو بريدونه شوي دي چې يو يې د خيبر پښتونخوا په کرک کې و ــ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د هندوانو پر مندرونو بريدونه شوي دي چې يو يې د خيبر پښتونخوا په کرک کې و ــ انځور له ارشيفه

د کراچۍ پوليس وايي چې د ښار په کورنګي سيمه کې پرون (د جون پر اتمه) نامعلومه کسانو د هندوانو پر يوه مندر بريد کړی او تاوان يې ورته رسولی دی.

د کراچۍ د کورنګۍ پوليس تاڼې مشر يا اېس اېچ او فاروق سنجراني نن مشال راډيو ته وويل چې پېښه هغه وخت رامنځه ته شوې کله چې د "شري ماري ماتا" په نوم جوړ مندر کې د رنګ کولو کار روان و.

"د جون پر اتمه ماسپښين دوه نيمې بجې څلور پينځه کسان مندر ته ورغلي، ګوزارونه یې کړي او مندر ته يې زيان رسولی دی. د پېښې مقدمه د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده."

بلخوا د کراچۍ په کورنګي سيمه کې ځينو هندوانو د موضوع د حساسيت په خاطر د نوم نه ښودلو پر شرط مشال راډيو ته ويلي چې دوی ته له وړاندې لا په مندر کې د رنګ کولو په اړه دړکې ورکول کېدلې.

دوی ادعا کوي چې پولیسو ته يې هم درخواست ورکړی و، خو د دوی په وينا پولیسو د معمول په شان هيڅ ډول مرسته ورسره ونه کړه. هغوی زياته کړه، نه غواړي چې په دې پېښه کې مخ ته راشي ځکه چې بیا د دوی ژوند په خطر کې لوېږي او په وينا يې بيا دوی دلته نشي پاتې کېدای.

خو پوليس دغه تورونه دروي او وايي چې هندو ټولنې دوی ته هيڅ درخواست نه دی ورکړی، او نه يې هم اوس څه اندېښنه ښودلې ده. پوليس وايي چې دا د تخريب کارۍ پېښه نه ده.

بلخوا د سيند د انرژۍ صوبايي وزیر امتیاز شېخ د جون پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې دا پېښه غندلې او ویلي يې دي چې د سيند حکومت د پېښې سخت نوټس اخیستی دی. د کورنګي سيمې پوليسو له ايس ايس پي څخه د پيښې رپورټ هم غوښتی دی.

دی وايي چې حکومت په دې اړه ګامونه پورته کړي او د پوليسو ايس ايس پي ته يې لارښوونه کړې ده.

شېخ زياتوي، "د ککړو کسانو پر ضد به سخت اقدام وشي. که په سيمه کې هندوانو ته کومه اندېښنه وي، سيند حکومت به دوی ته په بشپړ ډول تحفظ ورکوي. په پېښه کې تورن کسان به ډېر ژر ونیول شي او موږ هڅه کوو چې بیا دا ډول پېښه ونه شي."

پاکستان کې وخت نا وخته د هندوانو پر مندرونو يا عبادتځايونو دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د کراچۍ په ګلشن سيمه کې پر يوه مندر نامعلومه کسانو بريد کړی و او زيان يې ورته رسولی و.

تر دې پېښې وروسته پوليسو مقدمه درج کړې وه او په پېښه کې يې تورن شپږ کسان نيولي هم ول، خو د هغوی پر ضد د ثبوتونو نه لرلو له کبله عدالت ټول کسان خوشي کړي ول.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ز کال په نومبر مياشت کې د کراچۍ په لياري سېمه کې ګڼ شمېر کسانو پر يو مندر بريد کړی و. پوليسو په دې پېښه کې د تورنو کسانو پر ضد د ترهګرۍ تر مادو لاندې مقدمه درج کړې وه او ۲۱ کسان يې په دغه مقدمه کي نيولي هم ول خو اوس ټول کسان په ضمانت خوشې شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې بيا د پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې ګڼو قهرجنو کسانو د هندوانو پر مندر بريد کړی و او مندر ته يې زیان رسولی و.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د روان کال (۲۰۲۲ز) په سر کې په خپل يوه راپور کې په پاکستان کې پر مذهبي ازاديو اندېښنې څرګندې کړې او ويلي يې و چې پر هندوانو او نورو اقليتي ډلو باندې هلته تشدد شوی دی.

په پاکستان کې له هندوانو يا نورو مذهبي اقليتي ډلو سره د زور زياتي او د هغوی پر عبادتځايونو دغه ډول پېښې زياتره په پنجاب کې رامينځته کېږي.

د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په دې هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسېږي چې له دې جملې څخه څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG